افغانستان ساینس او ټکنالوژي

ننګرهار کې۶ مخابراتي سایټونه جوړ او پرانېستل شول

آرشیف

د ننګرهار ولایت شپږ ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو سایټونه پرانېستل شول

ننګرهار کې د اترا ادارې په مالي لګښت او د افغان ټيليکام په تخنيکي همکارۍ په دره نور، کوز کونړ، پچیراګام، ګوشتې، خوږیاڼو او سره رود ولسوالیو کې شپږ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او پرانیستل شول.

ننګرهار کې د طالبانو د مخابراتو رییس مولوي ذبیح‌الله ذکي وايي، د دغو سایټونو په فعالېدو سره د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د ټیلیفوني اړیکو ترڅنګ د ۲G او ۳G انټرنیټ خدمات فعال شوي، چې وروسته به ۴G ته لوړ شي.

د سیمې خلکو د دې پرمختګ هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې چې د مخابراتي خدمتونو لړۍ لا نوره پراخه شي.