ساینس او ټکنالوژي

د البیروني پوهنتون د محصلینو له خوا د بې‌سیم برېښنا د تولید دستګاه جوړېدل

د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون یوې ډلې محصلینو، یوه دستګاه جوړه کړې چې په بې‌سیم ډول برېښنا لېږدوي.

د البیروني پوهنتون د برېښنا انجینرۍ پوهنځي د محصلینو یوولس کسیزه ډله بریالۍ شوه ترڅو د نهه او دېرش ولټه برېښنا د تولید بې‌سیمه دستګاه جوړه کړي چې له لس تر ۵۰ مترو پورې د برېښنا د لېږد وړتیا لري.

د البیروني پوهنتون د برېښنا انجینرۍ پوهنځي یو محصل چې د برېښنا د دغې دستګاه د جوړولو لپاره یې یوه میاشت زیار ګاللی، د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «دا دستګاه، د ترانسفارمر په شان له هستې پرته ده چې له دوو سیم پېچونو جوړه شوې او هغه وسایل چې د دې دستګاه په جوړولو کې کارول شوي، لوړه بیه لري.»

دغه محصل وایي، که د طالبانو اداره ورسره مرسته وکړي، البیروني پوهنتون په بې سیمه برېښنا سبمالولای شي.

د البیروني پوهنتون د برېښنا انجینرۍ پوهنځي استاد عبدالمطلب عالمي د دغه پوهنتون د محصلینو له خوا د بې‌سیمه برېښنا د تولید دستګاه د جوړولو په ستاینې سره وایي چې په بې‌سیم ډول د برېښنا رسول خپلې ګټې او زیانونه له ځان سره لري.

نوموړی زیاتوي: «د برېښنا خوندي لېږد، د مزو د ساتلو او له چاپېریال سره د سمون د لګښت کمښت، یې ګټې او ښايي په لیرې واټن کې د ټولو خلکو د اړتیا وړ برېښنا د لېږد د امکان نشتوالی، د بې‌سیمه برېښنا د تولید دستګاه ستونزې وي.»

د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو والي قاري احسان الله بریال له دغو محصلینو سره په کتنه کې ویلي چې ددغو محصلینو طرحه له لوړو زده‌کړو وزارت سره شریکوي ترڅو له هغوی سره مالي مرسته وشي.

دا نظریه د لومړي ځل لپاره د شلمې میلادي پېړۍ په لومړیو کې د صربستاني نابغه نیکولا تسلا له خوا مطرح شوه؛ خو د هغه مفکوره د برېښنا صنعت د یو شمېر متخصصینو له خوا وځپل شوه.

نیکولاتسلا غوښتل چې برېښنا په وړیا توګه د نړۍ ټولو برخو ته په مساوي توګه او له سیم پرته ورسوي؛ خو په هغه وخت کې، د جي پي مورګان په نوم یوه شتمن له خوا د اقتصادي بودیجې نه ورکړې له امله، نوموړی ددې کار په دوام بریالی نه شو او دا نظریه د نیکولاتسلا لپاره د یوه خوب په توګه پاتې شوه.