د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي وايي، د اوکراین او سویډن ترمنځ د اړیکو یو نوی او له پخوانیو ډېر مهم پړاو پرانیستل شو، چې نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د اروپا د امنیتي همکاریو په برخه کې هم یو مهم ګام بلل کېږي.
زېلنسکي د چهارشنبې په ورځ پر خپل رسمي اېکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي: «نن موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنی سند لاسلیک کړ، چې له مخې به یې اوکراین د سویډن جوړې جنګي الوتکې (ګریپن) ترلاسه کړي. دا ډېرې پياوړې او عصري الوتکې دي، چې د بېلابېلو پوځي ماموریتونو د ترسره کولو وړتیا لري.»
هغه زیاته کړه، تمه لري چې د دغه تړون له مخې اوکراین لږ تر لږه سل دا ډول الوتکې ترلاسه کړي.
د اوکراین ولسمشر د سویډن له صدراعظم اولف کریسټرسون او د سویډني دفاعي شرکت ساب څخه مننه کړې، چې د دغه تړون د عملي کېدو لپاره یې همکاري کړې ده.
د ناټو او اروپایي امنیتي شنونکو په باور، د اوکراین لپاره د «ګریپن» جنګي الوتکو ترلاسه کول به د روسیې پر وړاندې د دې هېواد د هوايي دفاع وړتیا په څرګند ډول لوړه کړي.
