د طالبانو تر ادارې لاندې عدلیې وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې هغه ښارګوټی چې د «سید اسحاق ګیلاني» په نوم یادېږي، د دولت ملکیت بلل شوی او بېرته دولت ته سپارل شوی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد ښارګوټی شاوخوا ۵۶۴۰ جریبه ځمکه لري او د طالبانو د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې دولتي ملکیت ګرځول شوی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې: «د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون مخکې له دې د یاد ښارګوټي دوسیه ارزولې وه او د ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته ترلاسه کولو قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې دا موضوع د مرکزي زون ځانګړې محکمې ته استولې وه.»
د عدلیې وزارت په وینا، محکمې دا پرېکړه هم کړې چې هغه کسان چې دغه ځمکې یې پېرلې، کولای شي د تاوان او د ځمکې د بیې د بېرته ترلاسه کولو لپاره له پلورونکي سره خپله قضیه قانوني تعقیب کړي.
سید اسحاق ګیلاني، چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی پاتې شوی، تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت په وروستیو میاشتو کې د «ځمکو د غصب د مخنیوي» تر نوم لاندې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې شتمنۍ او ځمکې بېرته دولت ته سپارلي دي، خو د دغو پرېکړو د روڼتیا او قانوني څرنګوالي په اړه نیوکې هم مطرح شوې دي.
