فرهنګ او هنر

افغانستان کې د هنر وضعیت؛ د هغه سندرغاړي مړینه چې پټه شوه

د کندهار نامتو سندغاړي استاد عبدالقیوم ناصح ډېر غريبانه ژوند کاوه، له ډېره وخته د ناروغۍ پر بستر پروت وو، درمنلي او پالني ته یې واکمنو هېڅ پاملرنه نه وه کړې، ژوند یې په غربت کي تېراوه، چي بلاخره په ډېره ګمنامۍ کي په ۷۳ کلنۍ د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږي پر ۲۷ نېټه وفات او روح یې حق ته وسپاره؛ جنازه یې په کندهار ښار کي، په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

ژوند ليک

استاد عبدالقیوم ناصح د عبدالسلام زوی په ۱۳۲۸ لمریز کال کې د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړي یې د کندهار ښار په احمدشاهي  ښوونځي (اوسنۍ ظاهرشاهي لېسه) کې ترسره کړې؛ په ۱۳۴۲ کال کې احمد شاه بابا لیسې ته تبدیل شوی، په ۱۳۵۰ لمریز کال له نوموړي لېسې فارغ او په همدې کال د کندهار عالي دارالمعلمین ته شامل او په ۱۳۵۲ کال کې فارغ شوی دی.

د ١٣٥٢ کال په وږي مياشت کې یې د حاجي کرز په ښوونځي کي د ادبیاتو (پښتو، دري او انګلیسي) مضمونو د استاد په توګه  دنده پیل کړه؛ له یوه کال تدریس وروسته په ۱۳۵۳ کال کې د کندهار میخانیکي لېسې ته تبدیل شو او هلته یې هم د معلمۍ مقدسه دنده سرته رسوله.

له ۱۳۷۴څخه تر ۱۳۸۱ کال پورې پر کور ناست وو، وروسته یې څه موده په احمدشاه بابا لېسه کې بیا په ظاهرشاهي لېسه کي د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه؛ په ۱۳۸۲ کال میخانیکي لېسې ته ولاړ؛ په همدې  لېسه کي یې د ښوونکي، سرښوونکي او مدیر په توګه دندې ترسره کړې دي؛ استاد په ۱۳۸۵کال  تقاعد شو.

استاد دوه ودونه کړي وو، چي اول واده یې په ۱۳۵۳ کال او دوهم واده یې  ۱۳۵۸ کال کړی دی، چې زوی نه لري.

موسیقي

ناصح له تدريس سره د موسیقۍ په برخه کي هم ښه پوهه درلوده او خپله یې هم په زړه‌پورې سندرې ویلې.

ناصح د موسیقۍ په فن کي له هاشمي، استاد قاسم، یعقوب قاسمي او  استاد رحیم بخش څخه زده‌کړې کړې دي؛ استاد ناصح تر ډېره د مرحوم استاد رحیم بخش تر اغېز لاندي وو، او له همدې امله په کندهار کې په ثاني رحيم بخش سره هم مشهور و.

ښاغلي استاد ناصح له ۱۳۴۵ کال راهيسي د موسيقۍ په فن کې ډېر شهرت تر لاسه کړ.

ناصح د موسيقۍ پر لسو آلاتو برلاسي وو؛ زیات شمېر نارینه او ښځینه شاګردان یې د موسیقۍ په بېلابېلو برخو کي روزلي دي.

ناصح په ۱۳۶۲ کال کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ادارې له خوا مرکز کابل ته معرفي او په همدغه سلسله کې یې هندوستان ته د موسیقۍ په منظور سفر وکړ.

په ۱۳۶۴، ۱۳۷۰ او ۱۳۷۲ کلونو کې درې ځله پاکستان ته د موسیقۍ د ثبتولو او کنسرټونو په موخه تللی دی.

استاد په کلاسیکه موسيقۍ کې په پښتو، دري او اردو ژبو ډېرې په زړه پوري سندري ويلي دي.

د موسیقۍ ډېر الات لکه: هارمونیه، تبله، رباب، بینجو، دلربا، تنبور، اکاروبون، کاسیو، ارګ او نوري غربي او شرقي الې یې ږغولای شواې.

استاد له ۱۳۶۱ لمریز کال را په دې خوا له کندهار راډیو او ټلویزیون سره همکاري کوله.

شعر او شاعري

استاد ناصح له شعر او ادب سره ډېره علاقه درلوده، خپل ډېر پښتو، دري او عربي شعرونه يې د موسيقۍ په پردو کي راوستلي دي.

په دري سندرو کي يې د ميرزا عبدالقادر بېدل، حافظ شيرازي، سعدي شيرازي او په پښتو سندرو کي يې د حمید بابا، ملا عبدالسلام اخند، ملاعبدالمنان حيران، خوشحال خان خټک او  نور ادیبانو شعرونه ويلي دي.

ناصح ښه لیکوال او شاعر وو؛ ډېر شعرونه يې په دري ژبه وو؛ خو په پښتو ژبه کې هم ښه شعرونه لري.

د ناصح نثرونه او شعرونه چي زیاتره د افغان ولس د اتفاق او واحد وطن، د  ټولنيزو غوښتونو مطابق ويلي، چي په طلوع افغان، سورغر او نورو رسنيو کي خپاره شوي دي.

ناچاپه اثار

استاد ناصح کوم چاپ اثر نه لري، خو د شعرونو یو قلمي دېوان ورڅخه پاتې دی.

د استادۍ لقب ورکړه

عبدالقیوم ناصح ته د استادۍ رسمي لقب د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري په ۱۳۹۹ لمریز کال کي ورکړل شو.

د عبدالقیوم ناصح د شعر بېلګه:

ياران مرا شب به پايان رسيد آخر

از همه خدا حافظ

صد مژده و صد تحفه به مایان رسید آخر    

از همه خدا حافـظ

از اول شب تا حال خواندیم هزار آهنـگ    

با تبله و تار چنگ

از رفتن شب غصه و ارمان رسید آخـر

از همه خدا حافـظ

در شهر شب آدینه هر جا بود یک قصـه

یا محفل و یا قطعه

از جمـله بمـا نمره فــراوان رسیــد آخــر

از همه خدا حافـظ

اشعار و غزل خواندم از بیدل و از حافظ      

یاران خدا حـافــظ

فیضش به همه پیر و جوانان رسید آخـــر

از همه خدا حافـظ

ور لهجهء تاثیر دار ناصح به بوستانـــــی

چون بلبل خوشخوانی

خاموش که نور صبح به آسمان رسید آخر 

از همه خدا حافظ

د عبدالقیوم ناصح پر مړينه او ورته پر نه پاملرنه ګڼو سندرغاړو او د ټولنيزو رسنیو کارکونکو خواشیني ښودلې ده.

د هغه د کورنۍ غړی وایي، استاد وروستیو کې له ناروغۍ او بېوزلۍ څخه کړېده.