افغانستان

حامد کرزی: پاکستان باید پوه شي چې افغانان د خپلې خاورې او خپلواکۍ په دفاع کې یو موټی او یو غږ دي

انځور: رویټرز

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري د افغانستان پر بېلابېلو سیمو شوي هوايي او ځمکني بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا یې د افغانستان پر خاورې څرګند تېری او د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

کرزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر بې‌ګناه افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هغه د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ څرګندونه کړې او زیاته کړې ده چې پاکستان د خپلو «له عقلانیت لرې او ناسمو تګلارو» له پایلو سره مخ دی، او دا هېواد نه شي کولای د افغانستان پر خلکو بریدونو خپلې ستونزې حل کړي.

پخواني ولسمشر ټینګار کړی: «پاکستان باید پوه شي چې د افغانستان خلک د خپلې خاورې او خپلواکۍ په دفاع کې یو موټی او یو غږ دي.»

کرزي زیاته کړې، د پاکستان خیر په دې کې دی چې له تېري لاس واخلي، خپلې له تاوتریخوالې ډکې تګلارې له سره وارزوي او له افغانستان سره د ښه ګاونډي او د نړیوالو اصولو پر بنسټ اړیکې وساتي.

پاکستان په تېرو ورځو کې لومړی د کابل پر څو سیمو هوايي بریدونه وکړل، چې له امله یې د بېړني روغتون د راپور پر بنسټ لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 له دې بریدونو وروسته، د پاکستاني پوځ له‌خوا د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ او د پکتیکا ولایت په یو شمېر سیمو پر برخو هم درانه بریدونه وشول. د یوناما د تازه ارزونې له مخې، یوازې په سپین بولدک کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپیان شوي دي.