د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د طالبانو او پاکستان پر ضد توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د طالبانو واکمن جوړښت هېڅ ډول ملي یا قانوني مشروعیت نه لري، او پاکستان هم د باور وړ ګاونډی نه دی.
صالح په یوه تازه څرګندونه کې ویلي: «نه د طالبانو جوړښت مشروع او ملي دی چې څوک دې د هغوی له مظلومنمایۍ یا جعلي مليګرایۍ سره یوځای شي، او نه پاکستان د باور وړ تاریخچه لري. وطندوستي دا نه ایجابوي چې په دغو دواړو کې د کوم یو ملاتړ وشي.»
نوموړي زیاته کړې، پاکستان د افغانستان د ملاتړ لپاره ګڼې لارې لرلې، خو پر ځای یې د کابل بمبار ته مخه کړې، هغه ښار چې د ده په وینا، نه طالبان پکې محبوب دي او نه خلک هغوی مني.
صالح لیکلي: «کابل د دوحې د توطئې او کودتا په نتیجه کې د طالبانو لاس ته ولوېد، چې پاکستان پکې مهم رول درلود. له همدې امله د طالبانو مشر هبتالله کندهار خپل د استوګنې ځای ټاکلی، نه کابل.»
د ده په وینا، هغه بهرنۍ ډلې چې د افغانستان پر خاوره مېشتې دي، د پرمختګ مشاوران نه بلکې د طالبانو متحدین دي. نوموړي تور لګولی چې پاکستان پخوا طالبانو ته د چاودېدونکو توکو لپاره ځانګړی کیمیاوي مواد ورکول، خو د دوحې له تړون وروسته یې دا صادرات بند کړي دي.
امرالله صالح ویلي: «وطنپال شخصیتونه نه اړتیا لري چوپ پاتې شي او نه باید د طالبانو یا پاکستان کړنې توجیه کړي. موږ بېلارې نه یو، او د بېوسۍ دا احساس باید له ځان څخه لیرې کړو. »
هغه په پای کې د افغانستان ملي بېرغ ته په اشارې لیکلي: «بېرغ مې همدا دی، او یوه ورځ به بیا د هېواد پر لوړو غرو او بامونو رپېږي.»
