د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، د دوشنبې په ورځ د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د نښتو له امله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو هېوادونو یې غوښتي، چې خپل اختلافونه په سولهييز ډول حل کړي.
د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند، فرحان عزیز حق، په نیویارک کې د یاد سازمان یوې خبري ناستې ته وویل:
“موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ وضعیت له نږدې څارو او ژورې اندېښنې لرو.”
نوموړي زیاته کړه: “موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې دواړه هېوادونه کولای شي خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي او له نورو نښتو مخنیوی وکړي.”
دغه مرګونې نښتې د شنبې په شپه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پيل شوې، چې دواړو لوریو یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کړې ده.
دا نښتې وروسته له هغه رامنځته شوې چې د پاکستان جنګي الوتکو د تلې میاشتې په ۱۷مه، د پنجشنبې په شپه، د کابل او پکتیکا پر ځینو برخو هوايي بریدونه وکړل. که څه هم د طالبانو ویاند ویلي چې په کابل کې د برید څرګند شواهد نهدي لیدل شوي، خو بیا یې هم دغه بریدونه “د افغانستان د هوایي حریم ښکاره نقض” بللی دی.
