طالبانو له تېرې ورځې راهیسې، د «یو موټي افغانستان» په هشتګ سره په ټویټر کې د «هزارهوو نسل وژنه ودروئ» هشتګ په مقابل کې ټویټري کمپاین پیل کړی دی.
له هغې وروسته چې د کابل په کاج ښوونیز مرکز کې چاودنې ۵۳ زده کوونکي ووژل او څه د پاسه ۱۱۰ نور یې ټپیان کړل، یو شمېر هېوادوالو په ټویټر کې د یوه کمپاین او د نړۍ په څه د پاسه سلو هېوادونو کې په یو وخت لاریونونو په ترسره کولو، په افغانستان کې د هزاره وګړو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې غوښتونکي شول.
خو اوس طالبانو د دې کمپاین په غبرګون کې د «یو موټي افغانستان» هشتګ سره کمپاین پيل کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د عبداللطیف نظري، فصیحالدین فطرت، عبدالسلام حنفي او محمد یعقوب مجاهد عکسونو په خپرولو سره، دا ټویټري کمپاین پیل کړی دی.
آر ټي آې تصویري رسنۍ چې د طالبانو تر واک لاندې یوازینۍ رسمی اداره ده، په یوه راپور کې د «هزارهوو نسل وژنه ودروئ» ټویټري کمپاین یې «تفرقه اچوونکی» بللی دی.
مجاهد په خپل ټویټر کې دا راپور د «موږ یو موټي ولس و، یو او و به» په شعار سره خپور کړی او لیکلي یې دي: «یو شمېر مغرض کسان د (هزارهوو نسل وژنه ودروئ) هشتګ سره قومي رنګ ورکوي او غواړي د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته کړي او دوی د قوم او مذهب په نوم سره جلا کړي.»
د طالبانو کمپاین پر ټویټر د یو شمېر سیاستوالو، خبریالانو، مدني فعالینو او عادي افغانانو له توند غبرګون سره مخ شوی دی.
د افغانستان د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري ددغه هشتګ په غبرګون کې لیکلي چې د ټویټر یو شمېر لیکنې ښيي چې د «متحد افغانستان» هشتګ ډېری کاروونکي د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه دي.
ښاغلی نظري په دې باور دی چې افغانستان د ټولنیز عدالت، برابرۍ او هېوادوالو د آزادۍ د خوندیتوب په صورت کې، په داسې هېواد بدل شي او نه د «استبداد او حذف له لارې.»
له بلې خوا، د افغانستان د رسنیو یو شمېر فعالینو د ټویټري کمپاین په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو د متحد افغانستان هشتګ، د هزاره وو نسل وژنه ودروئ د ولسي کمپاین په وړاندې چې څه د پاسه لس میلیونه کارکوونکو ترې کار اخیستی، د دې ډلې د رسوا کېدو په اړه د اندېښنې له امله دی.
د پوهنتون استاده حمیرا قادري په دې باور ده چې د «هزارهوو نسل وژنه ودروئ» هشتګ د افغانستان د خلکو د یووالي بېلګه دی.
هغې په دې اړه وویل: «طالبان باید پوه شي هغه هشتګ چې د انتحار بوی ورکړي، د ښځو په وړاندې د مخالفت بوی ورکړي، د قوم پالنې بوی ورکړي، هېڅ متحد به ونه لري.»
له بلې خوا، یو شمېر نورو کسانو د طالبانو د ټویټري کمپاین په ملاتړ کې لیکلي چې افغانستان یو متحد هېواد دی او له طالبانو غواړي، چا ته د افغانانو د یووالي په وړاندې د خنډ اجازه ورنهکړي.
د سیاسي چارو شنونکی او یو طالب پلوی هاتف مختار د دې ډلې له هشټګ سره په یو ځای کېدو پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې «د افغانستان د قومونو ترمنځ تفرقه د دغه هېواد د خلکو د دښمنانو کار دی.»
په همدې حال کې «د هزارهوو نسل وژنه ودروئ!» ټویټري کمپاین فعال داوود ناجي لیکلي چې «که افغانستان متحد دی ځانمرګي کنډک ته څه اړتیا لري؟»
زیات شمېر نورو کاروونکو هم د طالبانو پر ادارې په نیوکې سره د ذبیحالله مجاهد د ټویټ پروړاندې نظر ورکړی دی.
له دې جملې د شاهرضا نوابي په نوم یوه ځوان لیکلي چې د طالبانو د کابینې په ۲۵ وزیرانو کې ۲۱ تنه یې پښتانه، دوه تنه تاجک، یو ازبک او یو نورستانی حضور لري. هغه پوښتلي، چې د دغه ترکیب کوم ځای د یو موټي افغانستان ښکارندویي کوي؟
پر کاج ښوونیز مرکز برید د داعش کار و
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د آمو ټلویزیون د خبریال په ځواب کې د طالبانو حکومت ټولګډونه وباله او تینګار یې وکړ چې د افغانستان هېڅ قوم له نسل وژنې سره مخ نه دی.
هغه وروستیو لاریونونو او د هزارهوو د نسل وژنې لپاره د حقغوښتنې ټویټري کمپاین ته په اشارې وویل، چې د افغانستان دښمنان په تبلیغاتو سره غواړي د دغه هېواد د وګړو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړي.
که څه هم طالبانو څو ځله ویلي چې داعش په افغانستان کې د برید او جګړې وس نه لري؛ خو ښاغلی کریمي وايي چې پر کاج ښوونیز مرکز برید د داعش کار و او د دې ډلې په «تکفیري» بللو وایي، چې هغوی قوم او مذهب ته له پاملرنې پرته خلک وژني.
کریمي ټینګار کړی چې «د یو موټي افغانستان کمپاین» افغانانو په لار اچولی او د آمو ټلویزیون د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه ټویټري هشټګ تر ډېره په پاکستان کې کارول شوی دی ویې ویل: «هغه کسان چې زموږ داعیه تاییدوي د نړۍ په هره برخه کې چې وي افغان دي. که چا له هغه ځایه په کمپاین کې برخه اخیستې وي یوه جلا خبره ده؛ خو زه یادونه کوم چې دا د افغانانو خودجوشانه کمپاین دی.»
طالبانو په داسې حال کې د هزارهوو نسل وژنه ردوي چې یوازې د اهل تشیع پر جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو په ۱۵ چاودنو کې ۵۹۰ تنه وژل شوي دي. «د هزارهوو نسل وژنه ودروئ!» هشټګ اوس په ټویټر کې تر ۱۰ میلیون ځله زیات کارول شوی دی؛ خو پروړاندې یې د «یو موټي افغانستان» هشټګ نږدې ۲۰۰ زره ځله کارول شوی دی.