د چین ولسمشر شي جینپینګ د دوشنبې په ورځ په بیجینګ کې د «د ښځو نړېواله ناسته ۲۰۲۵» پرانېسته وکړه او ټینګار یې وکړ چې ښځې باید په سیاست او حکومتدارۍ کې پراخ حضور ولري، څو د جنسیتي برابري مفکوره په رښتینې توګه د ټولنې برخه شي.
دغه دوه ورځنۍ غونډه د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې په همکارۍ جوړه شوې، او موخه یې د ښځو نړیوال پرمختګ، د جنسیتي برابري پراختیا او د ښځو د هر اړخیزو ظرفیتونو پیاوړتیا ده.
د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د آیسلنډ، سریلانکا، ګانا، ډومینیکا او موزمبیق مشران هم په دې غونډه کې برخه لري.
شي جینپینګ وویل: «هېوادونه باید د ښځو د سیاسي او پرېکړهکوونکو رولونو لپاره لارې پراخې کړي او د هغوی پراخ ګډون په ملي او ټولنیز مدیریت کې وهڅوي.»
هغه زیاته کړه، سوله او ثبات د ښځو د هر اړخیز پرمختګ بنسټیز شرطونه دي.
چین په وروستیو کلونو کې د ښځو د زده کړو په برخه کې ستر پرمختګ کړی، او اوس ښځې د لوړو زده کړو د محصلینو شاوخوا ۵۰ سلنه برخه جوړوي، خو د حکومت په لوړو پریکړهکوونکو څوکیو کې د ښځو کمحضور لا هم د اندېښنې وړ بلل کېږي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ کال کې ویلي وو چې د چین د لوړ پوړو مشرانو تر منځ د ښځو نشتوالی د جنسیتي برابري له اصولو سره په ټکر کې دی، او سپارښتنه یې کړې وه چې بیجینګ باید د ښځو د استازیتوب د زیاتېدو لپاره قانوني کوټې او د توازن سیستم رامنځته کړي.
په ۲۰۲۲ کال کې د چین د کمونیست ګوند د ۲۴ کسیز سیاسي بیرو په ترکیب کې هېڅ ښځه شامله نه وه، او د دایمي کمېټې په اوو غړو کې هم ښځې ځای نه لرلو.
پوهان او فعالان وایي، د شي جینپینګ په مشرتابه لسیزه کې د سیاست او لوړ دولتي مقامونو په کچه د ښځو ونډه راټیټه شوې او د کار په بازار کې د نارینهوو او ښځو تر منځ توپیر زیات شوی دی.
شي جینپینګ تېر کال ویلي و چې ښځې د ټولنې، کورنۍ او ملت د پرمختګ لپاره مهم رول لري، او باید «د کورنۍ د نوې فکري فضا» بنسټ کېږدي.
هغه ټینګار وکړ: «د ښځو د پرمختګ هڅول یوازې د ښځو شخصي ګټه نه ده، بلکې د کورنۍ همغږي، د ټولنې ثبات، د هېواد پرمختګ او د ملت د سوکالۍ لپاره هم اړین دي.»
