افغانستان

تېر یوه کال کې ختیځ کې ۵۰ خصوصي ښوونځي د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي

د طالبانو له راتګ وروسته په هېواد کې د کمزورې اقتصاد له امله ورځ تر بلې ته تعلیمي ادارې له ځوړتیا سره مخ کېږي او د زرګونه هغو ځوانانو پرمخ ښوونیزې ادارې تړل کېږي، چې په خصوصي روزنیزو ادارو کې زده‌کړې کوي.

تازه په ختیځ ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله ۵۰ خصوصي ښوونځي تړل شوي دي.

ختیځ کې د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې مشر رییس الحق ناصري  د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وویل: «د طالبانو په تېر یوه کال واکمنۍ کې په ننګرهار، کونړ او  لغمان ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله ۵۰ ښوونځيو فعالیت درولی دی.»

دی وایي په تړل شویو ښوونځیو کې ځينو يې خپل درسي وسایل په نیمایي بیه لیلام کړي دي.

ناصري زیاتوي د خصوصي ښوونځیو په تړل کېدو سره نه یوازې سلګونه ښوونکي بې‌روزګاره شوي بلکې د زده‌کوونکو په تدریسي بهیر یې هم منفي اغېزه کړې ده.

ختیځ کې د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې مشر رییس الحق ناصري  وایي: «د طالبانو راتګ خلکو ته سخته اقتصادي ضربه ورسوله، د دوی له راتګ وروسته هره برخه وځپل شوه. له بده‌مرغه په تېر یوه کال کې شاوخوا ۵۰ ښوونځي تړل شوي دي.»

ناصري د خصوصي ښوونځیو د تړل کېدو لوی لاملونه د طالبانو له لوري لوړه مالیه، د بریښنا لوړ بیلونه، د ځای نشتوالی او د جوازونو په برخه کې د طالبانو له لوري روان ظلم یادوي.

نوموړی وایي، د خصوصي ښوونځیو ستونزې یې د طالبانو له پوهنې وزارت سره شریکې کړي، خو له ژمنو سره سره یې د حل په برخه کې څه نه دي شوي.

هغه وایي: «لوړه مالیه، د برښنا لوړ لګښتونه، د ځای نشتوالی او د جواز په برخه کې ستونزې هغه لاملونه دي، چې له امله یې په ختیځ او ټول هیواد کې د خصوصي ښوونځيو د فعالیت د درېدو لامل شوی دی.»

ننګرهار کې د خصوصي ښوونځيو خاوندان هم ورته شکایت لري او وایي، په دې سره تدریسی بهیر ټکنی شوی او زرګونه زده‌کوونکي له زده‌کړو بې برخې شوي دي.

عام خلک هم د ښوونځیو په تړل کېدو اندېښمن دي او له طالبانو غواړي، چې ښوونیز بهیر دې له کمزوري کېدو وژغوري او د دوی پر وړاندې دې له روان ظلم څخه لاس واخلي.

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالغني او د لغمان اوسېدونکی احمدګل وایي: «ما خپل درې زامن په خصوصي ښوونځي کې شامل کړي و. مخکې مې دنده درلوده خو اوس مې اقتصادي وضعیت ښه نه دی پيسې نه شم ورکولای ښوونځي اړ دي د ځان لپاره فیس واخلي که نه د خپل فعالیت درولو ته اړ کېږي.»

پر زیاتې هڅې سربېره، بریالي نه شوو د طالبانو د پوهنې وزارت نظر ولرو. ختیځ کې مو په دې تړاو یوازې د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست د ویاند نظر ترلاسه کړای شوای.

د یاد ریاست لپاره د طالبانو ویاند فرهاد ستانکزی وایي، په دې ولایت کې د خصوصي ښوونځيو د تړل کېدو خبره بې‌بنسټه بولي او وایي دا ستونزه له تېر حکومته پاتې ده.

ختیځ کې د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې د مالوماتو له مخې په ټول هېواد کې په تېر یوه کال کې شاوخوا ۵۰۰ خصوصي ښوونځي تړل شوي او که طالبان د دوی لاسنیوی ونه کړي په نږدې راتلونکي کې به لسګونه نور ښوونځي هم وتړل شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې په ختیځ کې د خصوصي لوړو زده‌کړو موسسو اتحادیې هم له اقتصادي ستونزو شکایت کړی وو او ویلي یې وو، په خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو کې ۶۰ سلنه زده کړیالان کم شوي، چې له امله یې یادې ادارې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.