افغانستان

کندهار کې طالب چارواکي وایي د امربالمعروف دنده باید بل څوک ترسره نه کړي

کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر رییس مولوي عبدالرحمن طیبي په ژېړې ولسوالۍ کي د هغه کس خبرې د شریعت پر خلاف او له اعتباره لیري بولي، چي د دوی په استازیتوب یې کړي وې او خلک يې د ږيري له خرېیلو، موسیقۍ اورېدلو او ډول ډول وېښتانو له جوړولو منع کړي وو.

د کندهار لپاره د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر رییس مولوي عبدالرحمن طیبي وايي، چي هېڅوک د دوی له ریاست پرته پرته اجازه نه لري، چي په خپلسرې ډول د خلګو پر ږیرو او یا هم موسیقي باندې کار ولري.

هغه وویل د طالبانو د مشرتابه له لوري هۍڅ داسي فرمان او هدایت نه دی شوی او هیچا ته هم اجازه نه ورکوو چۍ د دې ریاست له لایحو او اصولو څخه غلطه ګټه پورته کړي.

هغه له ټولو طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چي د هر چا په خبرو او پیغام باندي باور ونه‌کړي، د نوموړي په خبره «کوښښ وکړئ چي په نرمه لهجه او ښه ډول سره د منکراتو مخنیوی وکړئ.»

څو ورځي مخکې د کندهار په ژېړې ولسوالۍ کې د طالبانو يوه ځايي مسوول تر خپل لاس لاندي کسانو ته جدي سپارښتنه کړې او د هغو کسانو د مجازات غوښتنه یې کړې، چې موسیقي اوري او ږيره خرېيي.

هغه وایي: «زموږ سره د مشر فرمان شته، چي د ږيري او د موسيقۍ د نه اورېدو جدي سپارښتنه يې کړې. نو تر دې وروسته که مو هر څوک وليد چې ږيره خرېيي يا موسقي اوري بايد ونیول شي.»

اخوا د احمد ضياء په نوم د پنجوایي يو اوسېدونکی وايي، چې ځيني عادي طالبان په خپلسرې توګه د خلکو ټليفونونه ګوري او ځوروي یې.

له دې سره هممهاله د بشير احمد په نوم هغه ليک زموږ سره شريک کړ، چې تېره ورځ جمعه د کندهار د عينو مينې په ښارګوټي کې د طالبانو د امر بالمعروف له لوري ورکول شوی وو او پکې د موسیقۍ د نه اورېدو او د قیلون د نه څکولو جدي سپارښتني شوي وې.

بشير احمد وايي: «زموږ اوسني واکداران بايد لومړيتونه وپېژني او خلک له غربت څخه وژغوري او هېواد له ناورین څخه راوباسي. کوچني شخصي مسایل تعقيبول د خلکو د نفرت لامل ګرځي.»

د کندهار د امر بالعمروف رياست مسوولينو له دې مخکې کندهار ښار کې هغه کافي شاپونه وتړل چې پکې قیلون کارېده.