افغانستان

د کابل ښار اطفاییه؛ د اوبو له کمښت سره مخ یو

څو ورځې مخکې د پېښې ځای ته د کابل د اوروژنې ریاست د ډلې پر وخت د نه رسېدو له امله کوټه‌سنګي سیمه کې د احمدي مارکېټ یو شمېر هټیوالو ته سخت زیانونه ورسېدل او د هغوی شتمنۍ وسوځېدې. هغه پېښه چې تر اوسه یې لامل نه دی روښانه.

د دې پېښې عینی شاهدان وایي چې د اوروژنې ډلې له پېښې او ټلیفوني اړیکې وروسته په یو ساعت ځنډ د پېښې ځای ته ورسېدې او د هغوی د اوبو نلونو ستونزه لرله. همداراز هغوی د دغه مارکېټ لوړو پوړونو ته اوبه نه شوای رسولای.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار تل په بېلابېلو وختونو کې د پراخو اورلګېدونو شاهد دی.

د کابل اوسېدونکي او هغه کسان چې د اورلګېدنو له امله زیانمن شوي دي وایي، چې د کابل اطفاییه د سترو اورونو د وژلو لپاره مسلکي کسان نه لري.

د ۳۰۰ هټیو توکي له منځه ولاړل

د احمدي مارکېټ یوه هټیوال غلام محي‌الدین د آمو ټلویزون خبریال ته وویل: «د سهار ۰۷:۳۰ دقیقې اورلګېدنه پيل شوه او ترڅو ساعتونو یې دوام درلود. کسان یې (اوروژنې) غیرمسلکي وو او د اور د وژلو وس یې نه درلود او له تخنیکي پلوه یې د اوبو پیپونو هم ستونزه لرله.»

هغه وایي، چې تر اوسه هم د مارکېټ په ځینو برخو کې اور دی او هېڅوک بریالي نه شول خپل توکي راوباسي.

د احمدي مارکېټ یوه هټیوال حبیب‌الله نېکزاد زیاته کړه: «مارکېټ کې په درېیو پوړونو کې کابو ۳۰۰ هټۍ وې، چې د دغې اورلګېدنې له امله یې هر څه له منځه ولاړل. د هتیوالو د کلونو کلونو خوارۍ وسوځېدې.»

هغه وایي: «داسې حال چې موږ په منظم ‌ډول مالیه ورکوو، د دغه مارکېټ هټیوال بیمه نه وو او د بیمې له شرکت څخه هېڅوک نه وو ورته راغلي چې بیمه شي.»

کابل کې اطفاییه پوره اوبه نه لري!

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د اطفاییې او پېښو ته د پاملرنې د عمومي ریاست د څارنې او پېښو مدیر محمد امین امین د هټیوالو څرګندونې ردوي او وایي: «په ۳۴ ولایتونو او ۱۱ بندرونو کې په ټوله کې یو زر او ۷۳۰ تنه پرسونل او ۲۴۰ د اوروژنې موټر لرو. کابل ولایت کې د اوروژنې یو مدیریت لرو چې ۲۳۹ تنه تشکیل لري، د کابل په بېلابېلو برخو کې ۶ سټېشن او په پل‌محمود خان سیمه کې یو مرکزي سټېشن دی چې ۴۲ د اوروژنې موټر یې په واک کې دي.»

امین په کابل کې د اوروژونکو ترټولو اړینه ننګونه د پوره اوبو نشتون وبلله او ویې ویل: «۶۰ سلنه کارکوونکي مو مسلکي او پخواني کسان دي او د هېواد په سطحه کابو ۴۰ سلنه طالبان نوي ټاکل شوي دي. که لار پرانیستې وي؛ د اوروژنې ډله کولای شي په کمه موده کې د پېښې ځای ته ورسېږي.»

کابو درې اوونۍ مخکې د کابل ښار په څلورم مکرویان سیمه کې د لیلامي پلورونکو په بازار کې یوې بلې لویې اورلګېدنې هټیوالو ته درانه زیانونه واړول. د وږي پر ۲۷ د یکشنبې ورځې اورلګېدنه د سهار ۳:۰۰ بجې لومړی په یوه نانوایۍ پیل شوه او د اوروژنې د ډلې تر رسېدو پورې اور زیات شو او د دغه بازار ټول توکي وسوځېدل.