افغانستان

اسپانیا کې د طالبانو د مشرانو د ولسي محاکمې دویمه ورځ پیل شوه

عکس از دومین روز جلسات علنی دادگاه مردمی در شهر مادرید اسپانیا

د افغانستان د مدني بنسټونو، نړیوالو حقوق‌پوهانو، څارنوالانو او قربانیانو له لوري جوړه شوې ولسي محکمه د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، د اسپانیا په ماډریډ ښار کې پیل شوه، چې پکې د طالبانو مشران په سمبولیک ډول د «بشریت ضد جنایتون» په تور محاکمه کېږي.

دغه محکمه د چهارشنبې په ورځ پیل شوې وه. د محکمې تنظیموونکو ویلي، د څارنوالانو، قاضیانو، د بشري حقونو د فعالانو او قربانیانو په ګډون لسګونه ګډونوال له افغانستان او نورو هېوادونو، په ماډریډ کې سره راټول شوي دي.

په دغو غونډو کې د طالبانو مشران د ۲۰۲۱ کال د واک ته رسېدو راهیسې د «د بشري حقونو د پراخ او منظم سرغړونو» په تور په سمبولیک ډول محاکمه کېږي.

یاده محکمه چې د «د ولسونو دايمي محکمه» یا Permanent Peoples’ Tribunal (PPT)  یوه برخه ده، تمه ده د طالبانو د حاکمیت پر مهال، د جنسي تاوتریخوالي، خپل‌سري نیونو، شکنجو او د مدني ټولنې د ځپلو په اړه شواهد او شهادتونه وڅېړي.

د ماډریډ دا ناسته لومړی ځل دی چې د افغانستان پر وضعیت ځانګړی تمرکز لري. تنظیموونکي وايي، د دې محکمې هدف دا دی چې د افغانستان قربانیانو، په ځانګړې توګه ښځو ته، دا فرصت ورکړي څو د طالبانو د پراخ ظلم او تبعیض په اړه، لکه د زده‌کړې، کار او د ټولنیز ګډون د مخنیوي اړوند خپل شهادت وړاندې کړي.

دا ناستې داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو پر ضد نړیوال فشارونه په زیاتېدو دي. د روان کال په لومړیو کې، د نړیوالې جزایي محکمې قاضیانو د طالبانو د څو لوړپوړو مشرانو، په شمول د دغې ډلې د مشر هبت‌الله اخندزاده او د قاضی‌القضات عبدالحکیم حقاني، د نیولو حکم صادر کړ.

پر دې سربېره، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او د افغانستان د چارو د خپلواک څېړنې میکانیزم هم د طالبانو او له طالبانو نه د مخکینیو جنګ سالارانو د واکمنۍ پر مهال د جګړې د جنایتونو او د بشري حقونو د منظم نقض شواهد راټولول پیل کړي دي.