د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» په تازه راپور کې ویلي، د افغانستان د زدهکړې نظام له ژور او بېساري کړکېچ سره مخ دی. د یاد سازمان په وینا، د محدودیت پالیسیو، کمې بودجې، د ښوونکو کمښت او پرلهپسې بشري ناورینونو له امله د افغان ماشومانو راتلونکی له جدي خطر سره مخ شوی.
د افغانستان د زدهکړې وضعیت د ۲۰۲۵ راپور ښيي چې له ۲.۱ میلیونو زیات ماشومان د ښوونځي له تګ بېبرخې دي او هغه ماشومان چې ښوونځي ته ځي، د زدهکړې کچه یې ډېره ټیټه ده. د ۲۰۲۲ د ارزونې له مخې، له لس کلنۍ پورته ۹۰ سلنه ماشومان یو ساده متن هم نه شي لوستلای.
په راپور کې راغلي چې د ښوونکو کمښت، د ښځینه ښوونکو نشتوالی، د درسي موادو کموالی، د نصاب ناڅرګند بدلونونه او د ښوونځیو خراب حالت د زدهکړې کیفیت ورځ تر بلې له منځه وړي. نږدې نیمايي ښوونځي له پاکو اوبو، تشنابونو او تودوخې بېبرخې دي، او نږدې ۱۰۰۰ ښوونځي د جګړو یا طبیعي پېښو له امله تړل شوي دي.
یونیسف ټینګار کوي چې د نجونو د ثانوي زدهکړو بندیز د ۲.۲ میلیونو نجونو د زدهکړې مخه نیولې، خو په ورته وخت کې د هلکانو ګډون هم د پام وړ راکم شوی دی. دغه بندیز، د اقتصادي فشارونو او د ښوونې د بنسټیزو برنامو کمزورتیا، د ټول نسل د راتلونکې پر وړاندې لوی ګواښ ګڼل شوی دی.
یونیسف له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو د زدهکړو بندیز دې سمدستي پای ته ورسوي او ټولو ماشومانو ته دې د زدهکړې حق ورکړل شي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې که د زدهکړې بندیز دوام وکړي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به نږدې ۴ میلیونه نجونې د ثانوي زدهکړې له حقه بېبرخې شي، چې دا به د هېواد پر راتلونکي ژور اغېز ولري.
یونیسف له نړیوالو مرستهکوونکو وغوښتل چې د افغانستان د زدهکړې پر سکتور باثباته پانګونه وکړي، ځکه د ماشومانو، ښوونکو او کورنیو هیلې یوازې د دوامداره ملاتړ له لارې په واقعیت بدلېدای شي.
