سرچينو آمو ته ويلي، د چهارشنبې د سهار شاوخوا ۷:۴۹ بجو (د تلې ۱۶مه) يو نسبتاً زورورې زلزلې د ننګرهار او کنړ ځينې برخې لړزولې دي.
تر اوسه د دغې زلزلې د مرګژوبلې او مالي زيان په اړه کره معلومات نهدي ورکړل شوي، او د طالبانو چارواکو هم تر دې دمه په دې اړه څه نهدي ويلي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د زلزلې ټکانونه څو ثانيې دوام وکړ او د خلکو په منځ کې يې اندېښنه خپره کړه. د ځينو سيمو اوسېدونکو ويلي، د زلزله پوهانو د لومړنيو اټکلونو له مخې د زلزلې شدت شاوخوا ۵.۲ درجې ريښتر اټکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې هم د ختيځې افغانستان يو شمېر ولايتونه د لږو او منځنیو زلزلو شاهدان وو، چې له امله يې لږ تر لږه ۲،۲۰۵ کسان مړه شوي، ۳،۶۴۰ تنه ټپيان دي، او شاوخوا ۱۱،۵۰۰ کورونه يا خو بشپړ نړېدلي او يا هم سخت زيانمن شوي دي.
