د برېټانیا رسنیو راپور ورکړی چې یو ۲۶ کلن افغان فیاض خان، د دغه هېواد په «ساوتوارک» سلطنتي محکمه کې د برېټانیا د اصلاحاتو ګوند د مشر، نایجل فراج، د وژنې د ګواښ په تور محاکمه کېږي.
فیاض خان، چې پر مخ یې د«اې کې – ۴۷» ټټو رسم شوی، د تېر کال په اکتوبر میاشت کې پر ټیکټاک یوه ویډیو خپره کړې وه، چې پکې د فراج د نوم اخیستلو پر مهال د وسلې د ډزو حرکات کوي او وایي «پاپ، پاپ».
دغه ویډیو وروسته له هغې خپره شوه چې فراج په یوټیوب کې د هغو کډوالو یوه ویډیو خپره کړه چې غوښتل یې برېټانیا ته داخل شي، او په هغه ویډیو کې د فیاض خان د ټیکټاک برخې هم شاملې وې.
د قضیې څارنوال پیټر راتلیف ویلي چې فیاض خان په ټولنیزو رسنیو کې ډېر پلویان لري او له سویډن څخه تر برېټانیا پورې سفر یې خپله مستند کړی دی. د هغه په وینا، د خان ځینې پوسټونه ښيي چې ښایي ده وسلې ته لاسرسی درلود.
نایجل فراج د سې شنبې په ورځ د شاهد په توګه محکمې ته حاضر شو او ویې ویل: «د خان ویډیو ډېره وېرونکې وه. د هغه له وسلو سره د لیوالتیا له امله زه په رښتیا اندېښمن شوم.»
خو د تورن شخص مدافع وکیل، چارلز ډویل، ویلي چې ویډیو ناسمه تعبیر شوې او فیاض خان د ګواښ قصد نه درلود.
فیاض خان، چې په ټولنیزو رسنیو کې د «ماداپاسه» په نوم پېژندل کېږي، د وژنې د ګواښ تور رد کړی دی.
هغه لږ وخت وروسته له هغې ونیول شو چې برېټانیا ته داخل شو، او اوس هم د محکمې تر څار لاندې دی.
د «برېټانیا د اصلاحاتو» د ګوند مشر نایجل فراج، د برېټانیا د سیاست له جنجالي څېرو څخه دی، او ګوند یې په وروستیو نظرپوښتنو کې د پام وړ ملاتړ ترلاسه کړی دی.
