افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: په ختیځ افغانستان کې مو له ۵۰ زرو ډېرو زلزله‌ځپلو ته مرستې رسولې

د ناروې د کډوالو شورا اعلان کړی چې د ختیځ افغانستان له مرګونې زلزلې وروسته تر اوسه له ۵۰ زرو ډېر زیانمن کسان د دې ادارې له بیړنیو مرستو برخمن شوي دي.

د شورا په وینا، په دغو مرستو کې خیمې، بخارۍ، د پخلي وسایل، روغتیایي بسته‌جات او د استوګنې لپاره ضروري توکي شامل دي.

په افغانستان کې د دې شورا د بیړني غبرګون د ټیم مشر محمد نصرت حمیدي، ویلي چې نن د ۱۲۵ کورنیو ته خیمې او د ژمي اړوند وسایل وېشل کېږي، چې پکې د ښځو یا د معلولیت لرونکو کسانو په مشرۍ کورنۍ هم شاملې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ژمي د تیاري لپاره نغدي مرسته هم  ۱۶۲ کورنیو ته وېشل شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، د ختیځ افغانستان په وروستۍ زلزله کې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي، د زلزلې له رامنځته کېدو یوازې یوه ورځ وروسته یې په سیمه کې د بیړنیو مرستو لړۍ پیل کړې وه.

په اعلامیه کې راغلي: «د ژمي د رارسېدلو له امله، موږ له تمویل کوونکو غواړو چې د دوامدار ملاتړ لپاره بیړنی بودیجه برابره کړي. د سړې هوا لپاره اړینه ده چې اغېزمنې شوې کورنۍ مناسبه سرپناه ولري.»

د شورا د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ۷۸۵ کورنیو لپاره د استوګنې د ترمیم کڅوړې، د ۸۵۰۰ کسانو لپاره کمپلې، او د ۱۷۰۰ کورنیو د ژمي د تیاري لپاره نغدي مرستې برابرې شوې دي.

سربېره پر دې، د ۲۰۰ کورنیو لپاره روغتیایي کڅوړې وېشل شوي، او په اغېزمنو سیمو کې به د اوبو درې پایپ‌لاینونه بېرته ورغول شي.

همدارنګه، دې شورا د کونړ ولایت ۱۰۰۰ اغېزمنو کورنیو ته د بیړنیو خوراکي توکو مرسته هم ورکړې ده.

ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې د هوا په سړېدو سره، د بشري مرستو دوام ډېر اړین دی، څو د زلزله‌ځپلو کورنیو ته د ژمي پر مهال خوندي او مناسب استوګن ځایونه برابر شي.