ځايي سرچینې وايي، په کندهار ولایت کې د یو شمېر انټرنټي شرکتونو وایفای خدمتونه یو ځل بیا بند شوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، دا مهال یوازینی فعال وایفای خدمت د «افغان ټېلېکام» شبکې له لوري وړاندې کېږي. سرچینې خبرداری ورکوي چې ښايي د افغان ټېلېکام وایفای هم په نږدې راتلونکي کې بند شي.
له دې مخکې له کندز ولایت څخه سرچینو آمو ته ویلي وو، چې د دغه ولایت د نوري فایبر انټرنټ خدمتونه د څو ساعتونو تر وقفي وروسته بېرته فعال شوي دي.
سرچینو ویلي، دا خدمتونه د طالبانو د چارواکو په لارښوونه د دوشنبې په شپه (د تلې ۱۴مه) د سهشنبې تر غرمې پورې بند پاتې وو.
سرچینو دا هم ویلي، چې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د نوري فایبر انټرنټ شرکتونو ته امر کړی، څو تر بلې خبرتیا پورې خپل خدمتونه بند وساتي.
خو د سرچینو په وینا، د «پواینټ ټو پواینټ» یا «ټکي په ټکي» انټرنټ خدمتونه لا هم فعال دي او نه دي درول شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له دې وړاندې هم په ټوله افغانستان کې د دوو پرلهپسې ورځو لپاره د انټرنټ او مخابراتي شبکو خدمتونه بشپړ بند کړي وو، خو د دې اقدام په اړه یې تر اوسه هیڅ ډول وضاحت نه دی ورکړی.
