افغانستان

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت وغځول شو

عکس از آرشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۶مه د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت یو ځل بیا وغځولو، څو د دغه هېواد د روانو سرغړونو څارنه، اسناد راټولول او نړیوالو ته د وضعیت رپوټ ورکول دوام ومومي.

دا پرېکړه د شورا د یوې پراخې اجماع له لارې د یوې بلې مهمې پرېکړې ترڅنګ وشوه، چې له مخې یې د افغانستان د حساب ورکونې لپاره یو خپلواک څېړنیز میکانېزم هم جوړېږي. د دې پرېکړې موخه دا ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو د جدي سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیضي پالیسۍ او تاوتریخوالي، څارنه او مستندول پیاوړي شي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي یې دي چې د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د دوام په معنا دا ده چې د افغانستان د وضعیت څارنه به نه یوازې روانه پاتې شي، بلکې د نوی جوړېدونکي میکانېزم له فعالیت سره به یو بل بشپړ کړي.

د یاد سازمان د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي ویلي:

“د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت غځېدل د افغان ولس، په ځانګړي ډول د ښځو او بشري حقونو د مدافعانو، د غږ د ژوندي ساتلو لپاره حیاتي ارزښت لري. دا ماموریت د هغو شواهدو د راټولولو او نړیوالو ته د رسولو یوه مهمه وسیله ده چې د عدالت په راتلونکو پروسو کې به ارزښت ولري.”

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی به د طالبانو د محدودوونکو فرمانونو، د بندیانو د شکنجو، د بیان ازادۍ د ځپلو، او د ښځو د اساسي حقونو د نقض په اړه څېړنې او راپورونه چمتو کوي.

د ملګرو ملتونو شورا ویلي چې د دې ماموریت د غځولو پرېکړه د افغان ولس د عدالت غوښتنې او د بشري حقونو د خوندیتوب په ملاتړ یو ښکاره نړیوال پیغام دی، څو نړۍ ته وښيي چې د افغانستان د خلکو کړاوونه هېڅکله له پامه نه غورځول کېږي.