افغانستان

د کابل د ده‌سبز د خښتو په بټیو کې لسګونه ماشومان کار کوي

د کابل ده‌سبز ولسوالي پلازمینې ته ترټولو نږدې ولسوالي ده، چې په هغې کې د خښتو زیاتې بټۍ فعالیت لري.

په ده‌سبز ولسوالۍ کې د خښتو کابو ۷۵ بټۍ فعالیت لري. د تېر کال سیاسي بدلونونو د بټۍوالو کاروبار له ځوړتیا سره مخ کړی او هغوی له روان وضعیته شکایت لري.

دوی وایي چې اقتصادي ستونزې د پخو خښتو د بیو د لوړوالي لامل شوې دي؛ په داسې حال چې تېرو کلونو کې په بازار کې یوه پخه خښته په ۲ افغانۍ پلورل کېده؛ خو اوس په بټیو کې د دغو خښتو بیه ۳.۵ افغانیو ته رسېدلي او پېردونکي ته یې تر رسېدو پورې بیه نوره هم لوړېږي.

د خښتو د بیټو ډېری کارګر ماشومان له خپلو کورنیو سره په بټیو کې کار کوي او په دې بټیو کې ګڼ شمېر ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي.

کم عمر لرونکي هلکان او نجونې د دې پر ځای چې ښوونځی کې درس ووایي له سهاره تر ماښامه له خاورو او خټو سره پر کار بوخت دي او په معصومو سترګو کې یې ژوره ستړیا لیدل کېږي.

ډېری دغه ماشومان یا ښوونځیو ته نه دي تللي یا هم د خپلو کورنیو د سختو اقتصاي شرایطو له امله د ښوونځي پرېښودو ته اړ شوي دي.

کله چې د دغو ماشومانو د کورنیو خبرو ته غوږ نیسې دوی له دغو شپو ورځو زیاتې کیسې لري او ټینګار کوي چې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې هغوی خپل ماشومان د کار لپاره د خښتو بټیو ته ورسره بوزي.

عتیق‌الله خپل څلور ماشومان له ښوونځي رایستلي ترڅو ډېر کار وکړي او وکولای شي خپله او د کورنۍ ګېډه مړه وساتي.

هغه وایي: «زموږ ژوند د خښتو له بټیو سره تړلی دی موږ شپږ میاشتې په کابل او شپږ میاشتې په ننګرهار کې له خپلو کورنیو سره د خښتو په بټیو کې پر کار کولو بوخت یو.»

له دغو ماشومانو یو عتیق‌الله وایي: «زه ښوونځي ته تلو ډېره لېوالتیا لرم؛ خو اړ یم له خپلې کورنۍ سره سخت کار وکړم ترڅو زموږ د بېوزلۍ ستونزه کمه شي.»

د ده‌سبز د خښتو په بټیو کې کارګر ماشومان د نورو ماشومانو په څېر هیله لري درس ووایي او لږ څه ارام ژوند تجربه کړي؛ خو ژوندانه او برخلیک د هغوی کوچنۍ لاسونه له خاورو او خټو سره یو ځای کړي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، چې د کارګرو ماشومانو د ستونزو د هواري لپاره یې له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

د ده‌سبز د خښتو په بټیو کې د عتیق‌الله په څېر زیاتې داسې کورنۍ له بېوزلۍ کړېږي او خپل ماشومان یې د ښوونځيو پر ځای د خښتو بټیو ته راوستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د ماشومانو پر نړیواله ورځ ویلي، چې افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدو ته اندېښمن دي.

تر یوه کال زیاته موده کېږي چې زرګونه نجونې د ښوونځيو د تړل کېدو له امله له ښوونې او روزنې بې برخې شوي او زیات شمېر ماشومې نجونې د ډېرې بېوزلۍ له امله د کابل پر واټونو دروېزه کوي.