افغانستان

طالبانو د پېژندپاڼو په چارو کې د اسانتیا لپاره نوې پرېکړې اعلان کړې

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېوادوالو لپاره د تابعیت پېژندپاڼو په وېش، تایید او اصلاح کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه یو لړ نوې پرېکړې اعلان کړې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، دا پرېکړې د ریاست‌الوزرا د حکم د تطبیق او د خدمتونو د اغېزمنتیا د لوړولو په هدف د ځانګړې کمېټې له لوري تصویب شوې دي.

لومړۍ پرېکړه د بهرمېشتو افغانانو لپاره ده، چې له دې وروسته کولای شي د خپلو رسمي بهرنیو اسنادو لکه پاسپورټ، اقامې سند، زېږون کارت او آی‌ډي کارت پر بنسټ د پېژندپاڼې یا زېږون کارت د ترلاسه کولو، تایید او اصلاح لپاره حضوري ډول د وګړو د احوال ثبتولو دفترونو ته مراجعه وکړي. دغه خدمتونه به د ۱۰۰۰ افغانیو په فیس ترسره کېږي.

دویمه برخه د ۱۴۰۴ له مالي کال وروسته وېشل شویو پېژندپاڼو ته ځانګړې شوې، چې له املایي تېروتنو پرته نور اصلاحات نه‌کېږي، خو که موجه دلایل موجود وي، استثنا به تر سره شي. که تېروتنه د کارکوونکي له خوا شوې وي، اصلاح به په هماغه مرجع کې عملي کېږي.

دریم مورد د عمر اصلاح پورې اړه لري، چې له دې وروسته د احصایې او معلوماتو په ولایتي ریاستونو کې تر درې کلونو پورې د عمر اصلاح ممکنه ده. په مرکزي دفتر کې بیا تر پنځو کلونو پورې د عمر اصلاح د اجرا وړ ده، خو له هغې پورته بدلون د مقام ځانګړی صلاحیت ګڼل کېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، دا پرېکړې د دې لپاره عملي کېږي، چې د پېژندپاڼو په پروسه کې شفافیت، سرعت او اسانتیا رامنځته شي، او د هېوادوالو قانوني اسناد له اضافي اداري کړاوونو وژغورل شي.