افغانستان

جګړو د کندهار د میوند ولسوالۍ اتيا سلنه برخې ويجاړې کړې دي

موږ د کندهاري خبريالانو له يوې ډلي سره له کلونو وروسته په لومړي ځل د کندهار د میوند ولسوالۍ د بند تیمور سيمي ولاړو.

دا هغه سيمه ده، چې په تېرو شلو کلونو کې پکې، ترټولو زيات هوایي او ځمکني عمليات ترسره شوي دي.

د میوند ولسوالۍ اوسېدونکي وایي تېرو جګړو دومره زيانمن کړي، چې اوس ان په دغه سيمه کې خوړو ته هم په سمه توګه لاسرسی ستونزمن دی.

د فضلي احمد په نوم د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی وایي: «دلته سړک، کلنيک، ښوونځی هېڅ نشته او موږ وچکالی هم بې‌حده زیات ځپلي یو، دغه ولسوالي کابو ۸۵ سلنه په جګړو کې ويجاړه شوې ده. موږ سره باید مرسته وشي ځکه په هېڅ یوه حکومت کې پاملرنه نه ده راته شوې او شا ته پاتې یو.»

د کندهار د دغې لوېديځې ولسوالۍ اوسېدونکی، وایي د جګړو له امله په سيمه کې پرمختيايي کارونه نه دي ترسره شوي او ماشومان یې له زده‌کړو بې برخې پاتې دي.

دوی وايي، په سيمه کې دې ښوونځي، روغتيایي مرکزونه او سړکونه جوړ او د څښاک د پاکو اوبو اسانتیاوي ورته برابري شي.

د میوند ولسوالۍ د بند تیمور اوسېدونکی خان محمد وایي: «موږ له بېوزلۍ او لوږې سره مخ يو او که مرسته راسره ونه‌شي ژمی به زموږ لپاره ډېر سخت وي.»

پر همدې مهال کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وایي، د تېرو جګړو په ځانګړي ډول د بهرنيو ځواکونو د هوایي بريدونو له امله خلکو ته کندهار ولایت کې د سر او مال دروند زيان اوښتی.

کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رئیس حافظ نوراحمد سعيد په وینا، طالبان هڅه کوي، چې جګړو ځپلو  کسانو ته هم اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندهار ارغنداب، شاولیکوټ، میوند، پنجوائي او ژیړۍ هغه ولسوالۍ دي، چې جګړو زياتې ځپلي او اوسېدونکي يې دا مهال له ستونزو او کړاونو سره مخ دي.