آمو ټلوېزیون او دویچهویله په یوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې له دې وروسته به په افغانستان کې د دویچهویله ټلویزیوني خپرونې د آمو له لارې خپرې شي. دا پرېکړه په دې موخه شوې چې له سانسور پرته باوري معلوماتو ته د خلکو لاسرسی پراخ شي.
د هوکړې له مخې، د روان کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې به، آمو ټلویزیون د دویچهویله مشهوره خپرونه «آشتی» د سپوږمکۍ له لارې په وړیا ډول خپروي. همدارنګه، د دویچهویله خبري، تحلیلي او رسنیز مطالب به د آمو د وېبپاڼې او ټولنیزو شبکو له لارې له خلکو سره شریکېږي.
دغه همکاري د دویچهویله نړیواله ژورنالېستیکي تجربه د افغانستان دننه د آمو له پراخ لاسرسي سره یوځای کوي. له دې سره به میلیونونه افغان وګړي وکولای شي په پښتو او دري ژبو بېلابېلو خپلواکو او د باور وړ پروګرامونو ته لاسرسی ولري.
د آمو تلویزیون اجرائیه مشر لطفالله نجفيزاده، وايي:
«افغانان نن د معلوماتو په ترلاسه کولو کې له بېساري خنډونو سره مخ دي. دا همکاري ډاډ ورکوي چې زموږ لیدونکي په داسې وخت کې چې تر بل هر وخت ورته اړتیا لري، دقیق، خپلواک او د لوړ کیفیت ژورنالېزم ته لاسرسی ولري.»
د دویچهویله د وېش او بازارموندنې مشر ګیدو باوماوېر، هم زیاتوي:
«موږ خوښ یو چې له آمو ټلویزیون سره کار کوو، څو خپلو افغان لیدونکو ته د باور وړ راپورونه او شننې وړاندې کړو. دا همکاري زموږ د رسنیو د آزادۍ پر وړاندې ژمنتیا ښيي.»
دواړه رسنۍ ټینګار کوي چې دا ګډ کار د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او فرهنګي نوښت د ارزښتونو څرګندونه ده، او موخه یې په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې د آزادو معلوماتو د بهیر پیاوړتیا ده.
دویچهویله د جرمني نړیواله رسنۍ ده چې له شلو کلونو راهیسې په پښتو او دري ژبو خپلواک خبرونه او شننې وړاندې کوي. آمو ټلویزیون چې په ۲۰۲۲ کال کې تاسیس شوی، یو سپوږمکۍ او ډیجیټلي پلټفورم دی چې په افغانستان کې دننه او بهر لیدونکي او لوستونکي.
