ځايي سرچینې وایي چې د پنجشنبې سهار (د تلې ۱۰مه) شاوخوا اووه بجې د کونړ ولایت، د ناړۍ ولسوالۍ په «دوکلام» سیمه کې د طالبانو او د پاکستاني پوځ ترمنځ نښته شوې ده.
د سرچینو په وینا، جګړه په وقفهيي ډول روانه ده او د پاکستاني پوځ بریدونه د تحریک طالبان پاکستان د غړو د موجودیت په پلمه پیل شوي دي. تر اوسه د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، او طالبانو هم په دې تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړي.
دغه تازه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. دواړه لوري یو بل د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ او پټنځای ورکولو تورنوي.
اسلاماباد له طالبانو غواړي چې د دې ډلې پر ضد عملي اقدام وکړي، خو طالبان دا تورونه ردوي او په مقابل کې پاکستان د سرحدي بریدونو او توغندویي حملو په ترسره کولو تورنوي.
د ملګرو ملتونو د څار ډلې په یوه وروستي راپور کې ویلي چې نږدې شپږ زره د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په افغانستان کې فعالیت لري. شنونکي باور لري چې د دې ډول نښتو دوام به د طالبانو او پاکستان پر اړیکو لا نور سیوری وغورځوي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه له پراخو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
