د نوموړي یو نږدې شخص ویلي چې ابراهیمزاده د تلې په ۲مه د خپلو سوداګریزو سیالانو د څو شکایتونو له امله ونیول شو.
سرچینې وایي، عباس ابراهیمزاده چې د پخواني جمهوري دولت د ولسي جرګې مرستیال پاتې شوی، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نیول شوی او له یوې اوونۍ راهیسې په زندان کې دی.
د نوموړي یو نږدې شخص ویلي چې ابراهیمزاده د تلې په ۲مه د خپلو سوداګریزو سیالانو د څو شکایتونو له امله ونیول شو. که څه هم نوموړي د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت ټاکل شوې تضمیني وثیقه ورکړې، خو تر اوسه یې د خوشې کېدلو هڅې نتیجه نه ده ورکړي.
سرچینې زیاتوي چې ابراهیمزاده په وروستیو څلورو کلونو کې په ازبکستان کې په ټرانسپورټي چارو، د اوړو د تولید او په یو شمېر نورو سوداګریزو برخو کې له ۵۰ میلیونو ډالرو څخه ډېره پانګونه کړې ده، او اوسني بندي کېدل یې د هغه د شرکتونو د راتلونکې فعالیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
ابراهیمزاده تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
