د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي، د انټرنېټ د ۴۸ ساعته بندېدو په اړه نوموړي ته منسوب خپاره شوي راپورونه ناسم دي او ده تر اوسه په دې تړاو هېڅ رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
له دې وړاندې د اسوشیتډ پرېس په یوه راپور کې د طالبانو د ویاند له قوله ویل شوي وو، چې د انټرنېټ بندېدلو لامل د نوري فایبر کیبلونو زړېدنه او تخنیکي ستونزې وې.
د انټرنېټ او مخابراتي شبکو دغه اوږدمهاله پرې کېدلو د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی و او ګڼ اقتصادي او ټولنیز خنډونه یې رامنځته کړي وو.
