افغانستان

یوناما: طالبان د انټرنېټ د بندولو او بېرته خلاصولو لپاره هېڅ دلیل نه لري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، د طالبانو له لوري د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د نږدې ۴۸ ساعتونو بندېدلو او بېرته خلاصولو په تړاو هېڅ دلیل نه دی وړاندې شوی.

یوناما په خپل وروستي بیان کې څرګنده کړې چې د سه شنبې او چهارشنبې په اوږدو کې د ټول هېواد په کچه انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه بند پاتې شول، چې دغه کار د خلکو پر ژوند، اقتصاد، د ښځو او نجونو پر لا خراب وضعیت، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته پر لاسرسي ژور منفي اغېز درلود.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د انټرنېټ پرې کېدلو نه یوازې د افغانانو ورځنی ژوند زیانمن کړ، بلکې د ملګرو ملتونو او د هغوی د نړیوالو او سیمه‌ییزو شریکانو کار یې هم اغېزمن کړ. دغه خنډونه د یوناما پر ماموریت، د بېړنیو بشري مرستو پر وېش او په ځانګړي ډول له وروستیو زلزله‌ځپلو سره د مرستو پر بهیر جدي اغېز وکړ.

یوناما ویلي، که څه هم خدمتونه اوس بېرته عادي شوي او سوداګریز هوایي ټرافیک هم عادي حالت ته راګرځېدلی، خو د بندیز د لګولو او بیا لغو کولو په اړه د طالبانو چوپتیا د اندېښنې وړ ده.

ملګرو ملتونو د دغه بندیز د پای ته رسېدو هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې د وضعیت څارنه به روانه ساتي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د خلکو د اساسي حقونو د خوندیتوب په برخه کې روښانه او مسؤلانه چلند وکړي.