افغانستان

د کام‌ایر هوايي شرکت مسوولین وايي پروازونه ممکن نن بېرته پېل شي

د کام‌ایر هوايي شرکت استازي محمد بشیر وايي، چې د دغه شرکت لومړنی پرواز نن مازیګر څلور بجې پلان شوی او ډېر احتمال شته چې د شرکت منظمې الوتنې بېرته پيل شي؛ خو طالبانو تر اوسه د دغه خبر پخلی نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړې، د پروازونو د بیا فعالېدو لپاره لازمې چارې بشپړې شوې دي او هڅه ده چې د مسافرو لپاره منظم خدمتونه بېرته پیل شي.

تر دې وړاندې د یاد شرکت پروازونه د بېلابېلو ستونزو له امله ځنډول شوي وو.

افغانستان کې انټرنېټ له څو ورځو راهیسې د طالبانو له خوا په بشپړ ډول بند شوی چې خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د انلاین زده کړو، سوداګریزو چارو، بانکي معاملو او د خلکو د اړیکو بهیر له دې کبله ټکنی شوی او ګڼې کورنۍ له بهر مېشت خپلوانو سره د اړیکو له پرې کېدو شکایت کوي.