د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ویلي، د طالبانو لهخوا په ټول هېواد کې د انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو بندېدلو د هغو مرستندویو هڅو بهیر سخت ځپلی چې موخه یې د وروستیو زلزله ځپلو سیمو ته ژغورونکې مرستې رسول دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د طالبانو له مشرتابه غوښتنه کړې چې سمدلاسه او په بشپړ ډول دې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو خدمتونه بېرته فعال کړي.
د ملګرو ملتونو جګپوړي چارواکي، اندریکا راتواتې، په کابل کې د خرابې سټلايټي اړیکې له لارې ویلي: “پرون د ماښام تر ۵ بجو موږ ته ویل شوي وو چې د هېواد ټولې د نوري فایبر او مخابراتي اړیکې تر نامعلومې مودې بندېږي.”
نوموړي زیاته کړه چې دغه بندیز د مرستو رسولو ټیمونه له سختو ستونزو سره مخ کړي، په ځانګړي ډول هغه مرستندویه کارکوونکي چې په ختیځو زلزله ځپلو سیمو کې د خلکو لاسنیوی کوي. راتواتې وویل:”موږ له هغوی سره هېڅ اړیکه نه لرو”.
د راپور له مخې، شاوخوا ۴۳ میلیونه افغانان له انټرنېټه بېبرخې شوي، ځکه چې طالبانو څو اونۍ وړاندې د مخابراتي خدمتونه پرې کړل. دا اقدام د طالبانو لخوا د اسلامي شریعت د سخت تفسیر له مخې د “فساد” او غیراخلاقي چارو پر ضد د مبارزې په نوم شوی دی.
همداراز، د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز چې د طالبانو له خوا مخکې د سپټمبر په پېل کې لګول شوی، د مرستو رسولو بهیر نور هم ستونزمن کړی دی.
راتواتې وویل چې دغه بندیز نه یوازې د ملګرو ملتونو او همکارو ادارو پر کار ناوړه اغېز کړی، بلکې د روغتیايي خدمتونو، بانکدارۍ او مالي نظام چارې یې هم ګډوډې کړې دي. “په ټولنیزه کچه، دا بندیز د خلکو عادي کاروبار، بانکي معاملات، پیسې لیږدونې او له بهره د کورنیو د غړو مرسته بنده کړې ده.”
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ۶ درجې زورورې زلزلې له امله شاوخوا ۲۲۰۰ کسان مړه، ۳،۶۰۰ ټپیان او ۸،۵۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.
راتواتې خبرداری ورکړ: “ژمی نور د راتلو په حال کې نه دی، بلکې را رسېدلی دی.” هغه ټینګار وکړ چې باید بیځایه شوو خلکو ته ګرمې جامې او د تودوخې امکانات برابر شي، څو د یخنۍ له خطره وژغورل شي.
ملګري ملتونه هڅې کوي چې له طالبانو سره د خبرو له لارې د “اړینو مخابراتي اړیکو” لپاره استثنا تر لاسه کړي، ځکه دې چارې د افغانستان له وړاندې سخت بشري وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.
راتواتې وویل: “دا د شته کړکېچ پر سر یو بل کړکېچ دی، او اغېز به یې مستقیم د خلکو پر ژوند وي.” نوموړي زیاته کړه چې د انټرنېټ بندېدلو له امله طبي خدمتونه، د واکسین بهیرونه، اکمالاتي زنځیرونه، او نړیوالې الوتنې هم اغېزمنې شوې دي.
