افغانستان

د بودیجې پر سر د جمهوري‌پالو او ډیموکراټانو جنجال؛ د امریکا فډرالي حکومت معطل شو

عکس از کانگرس ایالات متحده

د امریکا فدرالي حکومت د بودیجې د لنډمهالې طرحې پر سر د جمهوري‌پالو او ډیموکراټانو د جنجال په پایله کې معطل شو. دا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې په جریان کې د حکومت لومړنی ځل معطل کېدل دي او تر اوسه نه ده معلومه چې څومره به دوام وکړي.

د سپینې ماڼۍ د بودجې او مدیریت دفتر په یوه اعلامیه کې د حکومت تړل کېدل تایید کړل او ډیموکراټانو یې د دغه کړکېچ مسوول وبلل. ادارو ته ویل شوي چې د معطل کېدو لپاره اړین ګامونه پورته کړي او کارکوونکي دې د اړینو چارو د ترسره کولو لپاره خپل کار ته حاضر شي.

د شخړې اصلي ټکی دا دی چې ډیموکراټان غواړي په بودیجه کې د عامه روغتیایي بیمې لپاره فډرالي مرستې ځای پر ځای شي. خو ټرمپ او جمهوري‌پالان له دې غوښتنې سره مخالفت کوي او پر ډیموکراټانو د حکومت د فلج کېدلو تور لګوي.

ټرمپ له وړاندې ګواښ کړی و چې که حکومت معطل شي، زرګونه فډرالي کارکوونکي به له دندو وشړي. ډیموکراټانو په ځواب کې ویلي، دا بهیر په هر حال روان دی.

د جمهوري‌پالو سناتور جانټن د ډیموکراټانو دریځ «یرغمل کول» بللی، خو د سنا د ډیموکراټانو مشر چاک شومر جمهوري‌پالان په درواغو تورن کړي دي. ډیموکراټانو ټینګار کړی چې که فډرالي مرستې ورسره ونه شي، د امریکا د خلکو د روغتیایي بیمې لګښتونه به په پراخه کچه لوړ شي.