افغانستان

خلیلزاد: حتی طالب وزیران هم حیران دي چې انټرنېټ ولې بند شوی او خلکو ته څه ځواب ورکړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د طالبانو د انټرنېټ د بندولو پرېکړې یوازې عام خلک نه دي ګډوډ کړي، بلکې آن د طالبانو وزیران هم په حیران دي او نه پوهېږي چې خلکو او بهرنیو شریکانو ته څه وضاحت وړاندې کړي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې دغه اقدام د افغانستان لپاره د یو ناورین زېږولو په مانا دی، ځکه د اړیکو پرېکون، د بانکي چارو ځنډ، د ټرانسپورټ ګډوډي او د روغتیایي خدمتونو خنډونه د خلکو پر ژوند او اقتصاد دروند اغېز ښندي او د ټولنې د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي.

نوموړي ویلي، د انټرنېټ بندېدلو له امله د افغانانو اړیکې له خپلو بهر مېشتو عزیزانو سره پرې شوې دي او هغه کورنۍ چې د خپلو خپلوانو لخوا د پیسو په استولو ژوند پرمخ وړي، اوس له جدي خنډ او ځنډ سره مخ دي. خلیلزاد زیاته کړې، د بانکي نظام ستونزې چې د بندیزونو له امله له وړاندې زیانمنې شوې وې، اوس لا پسې زیاتې شوې دي.

د هغه په وینا، د ټرانسپورټ سکتور هم له سختې ګډوډۍ سره مخ شوی دی، پروازونه ځنډېدلي او یا درېدلي، چې له کبله یې پر زرګونو کسانو او سوداګریزو شرکتونو درانه لګښتونه تحمیل شوي دي. هغه خبرداری ورکړی چې د کورنیو هوايي شرکتونو د «لاسې پروازونو» پر فکر کول د الوتنو د خوندیتوب لپاره جدي ګواښ دی.

خلیلزاد همداراز ویلي، د روغتونونو او د عامې روغتیا خدمتونه هم د انټرنېټ بندېدلو تر اغېز لاندې راغلي او د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د هغه په خبره، د کندهار له څرګندونو داسې ښکاري چې د انټرنېټ پرېکون د پورنوګرافۍ د اندېښنو له امله شوی وي، خو نوموړي ټینګار کړی چې دا دلیل د منلو وړ نه دی، ځکه په ډېرو هېوادونو کې د نامطلوبو محتویاتو د کنټرول لپاره له فلټرونو او نورو تخنیکي لارو کار اخیستل کېږي.

خلیلزاد د یو اسلامي عالم له خولې ویلي، د اسلامي اصولو تر ټولو مهمه قاعده «رفع الحرج» ده، یعنې د خلکو له ژوند څخه د سختیو لیرې کول. هغه زیاته کړې، د طالبانو دا پرېکړه د دې اصل خلاف ده، ځکه د خلکو پر ژوند لا نورې ستونزې ور زیاتوي.

پخواني امریکايي استازي غوښتنه کړې چې دا پرېکړه باید ژر تر ژره بېرته وارزول شي او اصلاح شي، ځکه که دوام وکړي، د افغانستان اقتصاد، د خلکو ژوند او د ټولنې ثبات به سخت زیانمن کړي او د عامه نارضایتۍ کچه به نوره هم لوړه کړي.