ورزش

د هاکي لوبو ۴۵ روزونکیو ته د نړیوال فډراسیون له لوري روزنیز کورس پېل شو

د المپیک او بدني روزنې ریاست تر چتر لاندې، د هاکي نړیوال فډراسیون له لوري د افغانستان ۴۵ روزونکي د طرفیت لوړونې په یو روزنیز کورس کې برخه اخلي. دا څلور ورځنی کورس د نړیوال فډراسیون له معیارونو سره سم، د لومړۍ درجې کورس بلل شوی دی.

د دغه روزنیز پروګرام موخه دا ده چې افغان روزونکي له هغو نویو بدلونونو او اصولو سره اشنا شي، چې د هاکي نړیوال فډراسیون په تازه مقرراتو کې رامنځته شوي دي. تمه ده چې دا روزنه به د افغان لوبغاړو د وړتیاوو په لوړولو او نړیوالو سیالیو ته د دوی د چمتووالي په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د هاکي نړیوال فډراسیون یو مخکښ روزونکی، چې له تېرو ۲۴ کلونو راهیسې افغانستان ته تګ راتګ لري، وایي: “هاکي په افغانستان کې ژوره تاریخي مخینه لري، او موږ د پام وړ پرمختګونه لیدلي دي. زموږ هدف دا دی چې افغان روزونکي له نړیوالو معیارونو سره برابر کړو، څو وکولای شي په نړیوالو جامونو کې ګډون وکړي.”

افغان روزونکو هم له دغه کورس څخه خوښي څرګنده کړې، او دا یې د خپلې مسلکي ودې لپاره مهم ګام بللی دی. دوی وایي چې دا ډول فرصتونه نه یوازې د دوی پوهاوی لوړوي، بلکې د هېواد د هاکي ملي لوبډلې لپاره هم مثبته اغېزه لري.