افغانستان

ننګرهار کې د ناکامورا په یاد د ۴.۹ میلیون افغانیو په لګښت څلی جوړ شو

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اړوند بهسود پل ته نږدې د جاپاني ډاکټر تتسو ناکامورا په ياد د څلي چارې بشپړې شوی دي.

دا څلی د جلال اباد ښاروالۍ له خوا د ۴،۹ میليون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

د جلال اباد ښاروالۍ کې د طالبانو د تخنيکي او سکتوري برخې رییس دوست محمد چهاردیوال وایي، د دې څلي چارې په تېر حکومت کې پیل شوې وې، چې نن سه شنبه د اکټوبر پر ۱۱ يې چارې بشپړې شوې.

نوموړی زیاتوي، د دغه څلي د جوړېدو موخه په دې ولایت کې د جاپاني ډاکټر تتسو ناکامورا د ترسره شویو پروژو او کارونو درناوی دی.

چهاردیوال وایي: «تتسو ناکامورا دلته ډېر خدمتونه وکړل، وچې دښتې یې ابادې کړې نو موږ هم اړینه وګڼله، چې په یاد يې دا څلی جوړ کړو. په دې څلي ټول لګښت ۴.۹ ملیونه افغانۍ راغلی دی.»

عامو خلکو هم د دې څلي د پرانیستې پرمهال ګډون کړی وو او د هغه وژل کېدل یې لویه ضایع وبلله، ځکه د دوی په وينا له هغه وروسته تر دې دمه د هغه کارونو ته ورته ګټور کار نه دی ترسره شوی.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عبدالله وایي، ناکامورا د هېواد د ابادۍ او ولس ته د ریښتني خدمت یوه بېلګه و او غوښتنه کوي چې د نوموړي پاتې نیمګړې پروژې دې بشپړې شي.

 دی زیاتوي: «له بده‌مرغه دا یوه بېلګه وه، چې دلته یې کار کاوه. ناکامورا د ښېوې خلکو او افغانانو ته دومره ريښتنی کار وکړ، چې تر اوسه خپله هېڅ افغان نه دی کړی. موږ له طالبانو هیله لرو، چې اوس د هغه نیمګړې پروژې بشپړې کړي.»

په ننګرهار کې د جاپان «PMS» موسسې ولایتي مسول انجینر دیدار وایي، چې تازه یې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د يو نيم مليون ډالرو په لګښت د اوبو يو کانال جوړ کړ او پاتې نور به یې په نږدې راتلوونکي کې بشپړې کړي.

د جاپان «PMS» موسسه شاوخوا دوه لسيزې کېږي، چې د روغتيا او بيارغونې برخه کې په افغانستان کې کار کوي.

د یادې موسسې مشر ډاکټر تتسو ناکامورا شاوخوا دوه کاله وړاندې په جلال اباد ښار کې ووژل شو.

تتسو ناکامورا د ننګرهار په کامه، بهسود، کوز کونړ او دره‌ نور ولسواليو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ پروژې پلې کړې دي.

هغه تر ۲۰۱۶ کاله پورې نهه د اوبو کانالونه جوړل کړل او له کونړ سیند څخه یې، چې پاکستان ته بې حسابه روانې دي وچو دښتو ته اوبه راپورته کړې دي.

هغه یوازې د مرواريد پر کانال، چې د کونړ سیند له اوبو خړوبېږي زرګونه جریبه ځمکه اباده او خلک یې له بېوزلۍ وژغورل.

ننګرهار مېشتي هیله لري، چې د هغه پر پَل دې پَل کېښودل شي او یاده موسسه دې د هغه په څېر رغنیزو کارونو ته دوام ورکړي.