د افغانستان د ملګرو ملتونو دایمي استازي شارژدافیر نصیر احمد فایق ویلي، چې طالبان د دین له نومه ناوړه استفاده کوي او د ښځو، بشري حقونو او ازادیو اساسي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.
فایق دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په مقر کې د یوې څنډیزې ناستې پر مهال وکړې، چې “له دین څخه ناوړه استفاده او په افغانستان او نړۍ د هغې اغېز” تر عنوان لاندې د سپټمبر په ۲۶مه نېټه د اسپانیا، مکسیکو او یو شمېر نړیوالو شریکانو په همکارۍ جوړه شوې وه.
نوموړي وویل، طالبان د اسلامي شریعت په نامه خپل ظلم توجیه کوي، خو دا کړنې نه د دین له اصولو سره سمون لري، نه د اسلام له روحیې سره. ده زیاته کړه، چې د طالبانو له لورې د ښځو له زدهکړو، کار او ازادو مدني حقونو څخه محرومول یو سازماني ظلم دی، چې باید نړیوال یې پر وړاندې چوپ پاتې نهشي.
فایق ټینګار وکړ، چې د طالبانو لهخوا د مخدره توکو قانوني کول د اندېښنې وړ دي او دا کار به د افغانستان د خلکو پر ژوند لا بد اغېز وکړي. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خونديتوب، د ازادیو د دفاع، او د یوه عادلانه او باثباته افغانستان د جوړېدو لپاره ژر، مؤثر او همغږی اقدام وکړي.
فایق څرګنده کړه، چې دین باید د سولې، عدالت، کرامت او انساني ارزښتونو الهامبښونکی وي، نه د تاوتریخوالي، تبعیض او استبداد وسیله.
