افغانستان کډوالي

سرچینې: له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به راتلونکی اونۍ لا چټکه شي

انځور له ارشیف څخه

د هرات ولایت له اسلام‌کلا بندر څخه سرچینې وايي، تمه ده چې راتلونکې اونۍ له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ نوره هم چټکه شي.

دغو سرچینو آمو ته ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې یو میلیون افغان کډوال یوازې د اسلام‌کلا له لارې له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي دي. د تهران والي هم تازه اعلان کړی چې ډېر ژر به د کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شي.

له ایرانه تازه راستانه شوي یو شمېر افغانان وايي، له ایستلو وړاندې یې کارفرمایانو د کار مزدورې نه وې ورکړې. یو ایستل شوی کډوال، امان، وایي:
“کارفرمایانو مو ویل نن یا سبا به پیسې درکړو، خو آخر یې هېڅ را نه کړل. زما کارفرما له ما څخه د ۳۲ میلیونه یو ځای او ۱۲ میلیونه تومن نور پوروړی دی، خو هېڅ یې را نه کړل.”

د دغو راستانه شوو کډوالو عمده اندېښنه په هېواد کې د کار نشتوالی دی. عصمت‌الله، یو بل ایستل شوی کډوال وايي:
“زموږ تمه دا ده چې دولت موږ ته د کار زمینه برابره کړي، څو خپل هېواد اباد کړو. باید داسې شرایط برابر شي چې د ژوند نفقه له همدې خاورې پیدا کړو، نه دا چې مجبور شو نورو هېوادونو ته لاړ شو.”

ځینې له دې کډوالو چې لوړې زده کړې لري، وایي له اقتصادي مجبوریو له امله یې ایران ته کډه کړې وه. حبیب‌الله، چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل و، وايي:
“د فقر له امله ایران ته لاړم، که نه ما ۱۲ کاله مکتب ویلی، خو د راتلونکي په اړه هېڅ ډاډ نه لرم.”

اوسمهال د هرات – اسلام‌کلا پر لویه لاره تازه انځورونه ښيي چې د کډوالو د ایستلو بهیر لا هم روان دی. سرچینې وايي، هره ورځ له څلور زرو تر شپږ زرو پورې کسان د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته راځي، او تمه ده چې دا شمېر به په راتلونکو ورځو کې زیات شي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د دغو ایستنو په تړاو مشخصه طرحه یا د بیا ځای پر ځای کولو برنامه نه ده اعلان کړې. راستانه شوي کډوال له حکومت غواړي چې د بیا ژوند پیلولو او کار زمینې ورته برابرې کړي.