افغانستان

امریکا: له ترهګرۍ سره مبارزه زموږ د افغان پالیسۍ مهمه برخه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې، الیزابت سټیکني، ویلي چې له تروریزم سره مبارزه د افغانستان په اړه د واشنګټن له اساسي اهدافو څخه ده، او ټینګار یې کړی چې طالبان باید په دې برخه کې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

نوموړې دا څرګندونې له آمو ټلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي. هغې ویلي: “زموږ د حکومت لومړنی هدف دا دی چې د خپلو خلکو او خپل هېواد امنیت وساتو.”

سټیکني زیاتوي چې طالبان باید د افغانستان د اوسني وضعیت پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي. د هغې په وینا، افغانان له سختې بې‌وزلۍ، بې‌وسۍ او د بنسټیزو خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي، او امریکا هیله لري چې طالبان د خلکو د ستونزو د کمولو لپاره اقدام وکړي.

نوموړې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وروستي راپور په اړه، چې کانګرس ته وړاندې شوی وویل، چې ډیپلوماتیکې اړیکې له ټولو اړینو لوریو سره ضروري دي، او د جمهوریت د پخواني حکومت له چارواکو او مدني ټولنې سره خبرې لا هم روانې دي.

سټیکني وویل: “زموږ ډیپلوماټان باید له ټولو مهمو مشرانو سره خبرې وکړي، که هغه سیاسي مشران وي او که د مدني ټولنې استازي. زموږ دوه سترې موخې د خپلو خلکو خوندیتوب، او د خپل هېواد امنیت دی.”

نوموړې دا هم ویلي چې امریکا غواړي هغه امریکايي وګړي، چې په ناحقه بنديان شوي، ژر تر ژره خوشې شي.

الیزابت سټیکني همداراز ټینګار کړی چې امریکا په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو ملاتړ ته ژمنه ده. د هغې په وینا، د طالبانو محدودیتونه د افغانانو پر ژوند ژور منفي اغېز کړی دی.

“لکه څنګه چې په وروستي راپور کې هم راغلي، موږ د افغان نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې فعال یو. خو له بده مرغه، د طالبانو محدودیتونه د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې کړي دي.”