د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې د قزاقستان هېواد نږدې ۹۵۲ ټنه بلاعوضه مرستې د هرات ولایت د تورغونډۍ بندر له لارې افغانستان ته رسېدلې دي.
د دغې ادارې په وینا، په مرستو کې ۸۰۰ ټنه اوړه (۱۶ زره او درې بورۍ ۵۰ کیلویي)، له زرو ډېرې بستې غوښه، ۶۵ زره کیلو بوره، ۷۲۰ بوجۍ چای، ۱۹۰۰ کمپلې، ۴۲۴ لس کسیزې خیمې او ۷۶ ژمنۍ خیمې شاملې دي.
د مرستو د ترلاسه کولو په مراسمو کې د طالبانو د یادې ادارې سیمه ییزو چارواکو وویل چې دغه مرسته به د اړمنو کورنیو ترمنځ د اړتیا له مخې وویشل شي.
په همدې مهال، د قزاقستان د استازي په وینا، افغانان او په ځانګړي ډول وروستیو زلزلو ځپلي خلک مرستو ته اړتیا لري، او د دغه هېواد د نن ورځې مرسته د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو او نیک نیت څرګندونه کوي.
قزاقستان له هغو هېوادونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو او بشري مرستو ژمنې کړي دي. له طالبانو سره د نړیوالو اړیکو په اړه د بېلابېلو هېوادونو دریځونه توپیر لري، خو ډېری هېوادونه له بشري مرستو د سیاسي تعامل جلا کول اړین ګڼي.
