د افغانستان لپاره د هند د بشري مرستو درېیمه جوپه د چابهار بندر له لارې پلازمېنې کابل ته رسېدلې ده. دغه تازه مرسته، چې درې کانټینره ضروري توکي پکې شامل دي، د پنجشنبې په ورځ طالب چارواکو ته وسپارل شوه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا مرستې د تېرې میاشتې د ۶.۰ درجې زلزلې له امله له سختو زیانمنو شویو افغانانو سره د ملاتړ په موخه برابرې شوې دي. یادې زلزلې د اګست په ۳۱مه نېټه د افغانستان یو شمېر سیمې ولړزولې، چې له امله یې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او له ۲۳۰۰۰ څخه زیات نور بېکوره شول، چې دا له تېرو څو لسیزو راهیسې یوه تر ټولو مرګونې زلزله بلل شوې ده.
د هند له خوا په دې تازه مرستو کې د خوراکي توکو، اوبو تصفیې وسایلو، پروټین پوډر، ټین شیټونو، د خوب بسترو، حفظ الصحې کټونو، د اوبو زیرمو ټانکرونو، جنریټرونو، کورنیو خیمو، کمپلو، مهمو درملو او نورو طبي وسایلو ډک درې کانټینره شامل دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت پر “ایکس” پاڼه لیکلي:
“د افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله د هند له لوري د بشري مرستو د دوام په لړ کې، درې کانټینره مرسته نن د چابهار بندر له لارې کابل ته ورسېده او طالب چارواکو ته وسپارل شوه.”
هند تر دې مخکې هم دوه وارې زلزله ځپلو ته بېړنۍ مرستې استولي دي. لومړۍ جوپه د سپټمبر په لومړۍ نېټه کابل ته رسېدلې وه، چې پکې د ۱۰۰۰ کورنیو خیمې شاملې وې. ورپسې بله جوپه د سپټمبر په ۲مه لیږدول شوې وه، چې ۲۱ ټنه توکي لکه کمپلې، خیمې، حفظ الصحې کټونه، د اوبو ټانکرونه، د اوبو پاکوونکي وسایل، ضروري درمل، ویلچېرونه، د اوبو تصفیې ګولۍ او نور طبي مواد پکې شامل وو.
د دغو مرستو د لیږد ترڅنګ، د هند ماموریت له کابل څخه کونړ ولایت ته هم ۱۵ ټنه خوراکي توکي رسولی دي، ترڅو د زلزلې له امله بې ځایه شویو خلکو ته ورسېږي.
دا طبیعي ناورین په داسې حال کې پر افغانستان راغی چې هېواد لا هم له سختې بېوزلۍ، اوږدمهاله وچکالۍ، او له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو له ستونزو سره مخ دی، چې دا ټول وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.
