د هبت الله آخندزاده له دفتره د یوې سرچینې په ګډون، درې باخبره سرچینو آمو ته ویلي؛ چې له پرون چهارشنبې ورځې راهیسې تر نن غرمې پورې د طالبانو مشر له طالب چارواکو سره کومه ناسته نه ده ترسره کړې.
له طالب چارواکو سره د هبت الله آخندزاده نه لیدل، داسې مهال دی، چې مخکې له دې له کندهاره پنځه باخبره سرچینو آمو ته ویلي وو، د بګرام هوایي اډې د بېرته ترلاسه کولو په موخه د ټرمپ له څرګندونو وروسته، په کندهار کې له طالب لوړپوړو چارواکو سره د طالبانو د مشر ناستې او سلامشورې زیاتې شوي دي.
دغو سرچینو دغه راز ویلي، چې د بګرام د هوایي اډې په تړاو د طالبانو د کابینې ځانګړي ناستې جوړېدو ته چمتوالی دوام لري.
