د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزیشکیان سره خبرې کړي دي او په دغو خبرو کې یې د پاریس روښانه غوښتنې بیا تکرار کړې دي.
مکرون په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: «تر هر څه مخکې مې ټینګار وکړ چې درې فرانسوي اتباع – سیسیل کوهلر، ژاک پاریس او لنارت مونترلوس – چې په ایران کې په خودسرانه توګه له غیرانساني شرایطو لاندې بندیان شوي، باید سمدستي خوشې شي. فرانسه خپل هېڅ یو وګړی بې برخلیک نه پرېږدي.»
هغه زیاته کړې چې د فرانسې دریځ څرګند دی: ایران هېڅکله باید اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي. د هغه په وینا، د ایران د نهژمنتیا له امله فرانسه، جرمني او بریتانیا پرېکړه کړې چې د ملګرو ملتونو د «مېخانیزم ماشه» یا «اسنپبک» پروسه فعاله کړي، څو د اړتیا په صورت کې بندیزونه بېرته ولګول شي.
مکرون د ایران لپاره درې اساسي غوښتنې په ګوته کړې دي چې هېڅ ډول مصالحه پکې د منلو نه ده:
- د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د تفتیش کوونکو بشپړ او بېخنډه لاسرسی؛
- د یورانیمو د غني شويو موادو د زیرمو په اړه بشپړه شفافیت؛
- د خبرو او مذاکراتو سمدستي بیا پيل.
د فرانسې ولسمشر ټینګار کړی چې یوې موافقې ته رسېدل لا هم امکان لري، خو یوازې څو ساعته پاتې دي. د هغه په وینا، اوس پرېکړه د ایران په لاس کې ده چې د نړیوالو مشروع شرایطو منلو ته غاړه ږدي که نه.
مکرون په پای کې ویلي، دا غوښتنې یوازې د سیمې د امنیت لپاره نه، بلکې د نړیوال ثبات د خوندي کولو لپاره هم اړینې دي.
