افغانستان

سرچینې: په هرات کې په پرله‌پسې ډول درېیمه شپه هم انټرنېټ بند شوی

انځور- ارشیف څخه

سرچینو آمو ته ویلي چې په هرات کې په پرله‌پسې  ډول د درېیمې  شپې لپاره د انټرنېټ خدمتونه بند شوي دي.

د دوی په وینا، انټرنېټ د چهارشنبې په شپه، ماښام ۹ بجې قطع شوی او د پنجشنبې تر سهاره پورې نه و فعال شوی.

سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د انټرنېټ شرکتونو ته امر کړی چې هره شپه دې خپلې شبکې وتړي. تېرو دوو شپو کې هم په پرله‌پسې ډول له ماښام ۱۰ بجو تر سهار ۸ بجو پورې انټرنېټ بند پاتې شوی و.

د انټرنېټ د یو شرک مسوول، چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، آمو ته ویلي چې دغه امر طالبانو په یوه غونډه کې شرکتونو ته سپارلی دی.

طالبان تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د هرات اوسېدونکي د دې پرېکړې په اړه اندېښمن دي.

یاده دې وي چې طالبانو له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهیسې په ۱۶ ولایتونو کې د نوري فایبر او وای‌فای انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي. په هرات کې هم د دوشنبې په شپه ۱۳ ساعته انټرنېټ پرې شوی و او د سه‌شنبې په شپه هم دا خدمات نه وو فعال.