افغانستان

له بلوجستان وروسته ارزګان کې د پخواني حکومت يو پوځي وژل شوی

د يکشنبې پر ورځ ناپېژاندو وسله‌والو د پاکستان د بلوجستان ايالت اړوند د کویټې ښار د مشرقی بای پاس په پرکاڼي سيمه کې د افغانستان د مخکیني حکومت د ملي پوليسو د ځانګړو عملياتو يو قومندان عبدالصمد اڅکزی وژلی.

بريد وسله والو موټرسېکل سپرو ترسره کړی.

عبدالصمد اڅګزي د کندهار په پنجوایي، ارغنداب، ژيړۍ او مېوند ولسوالیو کې د خپل ماموريت پر مهال د جګړيزو ليکو په مديريت کې مهم رول درلود.

عبدالصمد له خپل مرګ وړاندي د کابل پر کاج ښوونيز مرکز بريد غندلی و او د دغه ډول بريدونو پروړاندي يې د غږ پورته کولو غوښتنه کړې وه.

د عبدالصمد اڅګزي يو همکار عبدالله وایي، هغه زړور پوځي وو او د طالبانو د زياتو ګواښونو له امله پاکستان ته تللی و. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه ده ورکړی.

اخوا تېره شپه د ارزګان ولایت د مرکز اړوند ده‌يک سيمه کې هم د پاچا ماما په نوم د مخکیني حکومت يو پوځي په ډزو وژل شوی دی.

پر پاچا ماما بريد د هغه د کور مخته ترسره شوی دی.

د محمد صابر په نوم د پاچا ماما يو کليوال وایي، چې د مخکینی حکومت وژل شوی قوماندان تر دې وړاندي له امنیتي ستونزو سره مخ وو.

د ارزګان لپاره د طالبانو د والي ویاند احسان الله حماس د پاچا ماما په نوم د مخکيني حکومت د يو ځايي قوماندان وژل کېدل تائيدوي، خو وایي چې، پر هغه بريد د شخصي دښمنۍ له مخي ترسره شوی او دوی يې د قاتلينو د نیولو هڅه پیل کړې ده.

بلخوا د تېر حکومت پر مهال د ارزګان ولایت د امنیې قومندانۍ مرستيال عبدالمعروف کمکی وایي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسي د اڅکزیو قوم ته منسوب زيات کسان، چې دولتي دندې يې لرلې له عمومي بښنې سره سره بيا هم په نښه شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

نوموړی وایي، له نورو پوځيانو سره په ګډه د هغو کسانو د نوملړ پر چمتو کولو کار کوي، چې واک ته د طالبانو د رسېدو راهيسي وژل شوي دي.

عبدالمعروف کمکی دا مهال له هېواده بهر اوسېږي.

افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د مخکیني حکومت ګڼ شمېر ملکي او پوځي کارکوونکي نیول، شکنجه او وژل شوي دي. طالبان بيا وایي، چې زياتې وژنې د شخصي دښمنیو له امله ترسره شوې دي، چې دوی پکې نه دی ښکېل.