افغانستان

سرچینې: طالبانو په هرات کې مخابراتي شرکتونو ته امر کړی چې د شپې لخوا انټرنېټ بند کړي

ځايي سرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو په هرات کې د انټرنېټ خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته امر کړی، له دې وروسته دې هره شپه انټرنېټي خدمتونه بند کړي.

د سرچینو په وینا، په تېرو دوو شپو کې له لسو بجو د سهار تر اتو بجو پورې په پرله‌پسې ډول انټرنېټ پرې شوی دی.

د انټرنېټ د یوې خصوصي کمپنۍ مسوول، چې نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، ویلي چې طالبانو دغه امر په یوې ناستې کې د دغو شرکتونو مسوولینو ته رسولي دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

په ورته مهال، د هرات اوسېدونکي د طالبانو له دې اقدامه اندېښنه څرګندوي.