افغانستان

د اسیا پرمختیايي بانک د کونړ له زلزله ځپلو سره درې میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

د اسیا پرمختیايي بانک اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ، په ځانګړې توګه د کونړ په وروستي زلزله کې له زیانمنو شویو کورنیو سره به درې میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د دغه بانک رئیس، ماساتو کاندا،  په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې مرسته د بانک د “د اسیا ــ اوقیانوسیه د طبیعي پېښو د غبرګون صندوق” له لارې برابریږي.

د نوموړي په وینا، دغه پیسې به د نږدې ۶۰ زره کسانو لپاره د خوراکي توکو په برابرولو ولګول شي.

کاندا زیاته کړې: «په دې سختو شېبو کې د اسیا پرمختیايي بانک یو ځل بیا د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي او د عملي او هیلې بښوونکو مرستو ژمنه څرګندوي.»

یاد خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د کونړ او ختیځو سیمو خلک د مرستو د نه رسېدو شکایت کوي او وايي، د پېښې له تېرېدو څو اوونۍ وروسته هم د خوړو، سرپناه او د حفظ‌الصحې د لومړنیو اړتیاوو له ستونزو سره مخ دي.