افغانستان

طالبان: ملګري ملتونه له کډوالو او زلزله ځپلو سره مرستې زیاتوي

عکس از دیدار پیشین اتونبایوا به حنفی. آرشیف

د طالبانو تر ادارې لاندې ارګ د یوناما د پخوانۍ مشرې روزا اتونبایوا له قوله ویلي چې د ملګرو ملتونو ادارې هڅه کوي د افغانستان له کډوالو او زلزله ځپلو سره خپلې مرستې پراخې کړي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، مېرمن اتونبایوا دا خبره د خپل دریځ د پای ناستې پر مهال د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره شریکه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي چارو ځانګړې استازې، اندریکا راتوته، ویلي دي چې ملګرو ملتونو تر دې مهاله له زلزله ځپلو سره پراخې مرستې کړي، خو د ژمي د موسم له نیږدې کېدو سره بیړني اقدامات اړین دي څو د سرپناه ستونزه حل شي.

عبدالسلام حنفي د مېرمن اتونبایوا د ماموریت د خدماتو مننه کړې او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره خپلې مرستې ته دوام ورکړي.

یوناما تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، او د طالبانو ارګ هم د دې لیدنې کوم عکس نه دی خپور کړی.