متحده ایالتونه

د ټرمپ د ویزو نوې تګلارې د ټکنالوژۍ شرکتونو توند غبرګونونه راپارولي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو کارکوونکو لپاره د ویزو د لوړو فیسونو اعلان کړی چې د ټکنالوژۍ لویو شرکتونو د مشرانو او پانګوالو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي او له توندو نیوکو سره مخ دی.

د سپینې ماڼۍ د اعلان له مخې، شرکتونه باید د د بهرنیو متخصصینو موقتي کاري ویزو لپاره ۱۰۰ زره ډالر ورکړي. دغه ویزه په ځانګړي ډول د ټکنالوژۍ شرکتونه لکه امازون، مایکروسافټ او مېټا (فېسبوک) کاروي.

د ټکنالوژۍ د ډیرو مشرانو په باور، دا پرېکړه به د نړیوالو مهارت لرونکو کارکوونکو د جذب بهیر ګډوډ کړي او په ځانګړي ډول نوي پیل شوي شرکتونه به زیانمن کړي.

د ټویټر پخوانۍ  چارواکې او د  مېټا اوسنۍ مدیرې استر کرافورډ وویل:

“د امریکا ځواک تل په دې کې و چې له هر ځایه هوښیار او هڅاند خلک راجذب کړي. لوړ مهارت لرونکي کډوال د امریکا د نوښت برخه دي، نه ستونزه.”

سره له دې، د ټکنالوژۍ ځینې مشران لکه د آی بي ایم مرستیال ګېري کوهن او د نیټفلکس رییس رېډ هېسټینګز د ټرمپ دغه تګلاره ستایلې او ویلي یې دي چې دا به ډاډ ورکړي چې ویزې یوازې د لوړ ارزښت لرونکو دندو لپاره وکارول شي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د ویزو لوړ فیسونه به د امریکا د کارګرۍ په بازار کې د “دماغو تېښته” پیاوړې کړي او ښايي لوی شرکتونه د امریکا پر ځای په هند او کاناډا کې خپلې څانګې پراخې کړي.