ستاسو نظر

د بګرام نیول د ستونزې د حل پر ځای نور کړکېچونه زېږوي

امریکا د ۲۰۱۴ کال د امنیتي تړون له مخې د افغانستان له حکومت سره یو ځای، بګرام هوايي ډګر او نور پوځي مرکزونه تر خپل واک لاندې لرل؛ خو په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ حکومت پرېکړه وکړه چې له دغه تړونه واووځي او له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړي. بیا د بایډن ادارې په ۲۰۲۱ کال کې پرته له دې چې د تړون درې نورو ژمنو ته پام وکړي، پوځیان وایستل.

اوس، څلور کاله وروسته، پوښتنه دا ده چې ولې بګرام یو ځل بیا د امریکا د ملي امنیت په موضوع بدل شوی؟ دا هغه لومړۍ پوښتنه ده چې واشنګټن یې باید ځواب ورکړي ـ نه یوازې د امریکایانو ته؛ بلکې ټولې نړۍ ته. که دلیل یې د بګرام د چین ترڅنګ موقعیت وي؛ نو جغرافیه له ۲۰۲۰ وروسته بدله شوې نه ده.

دویمه پوښتنه لا هم درنه ده؛ ایا امریکا کولای شي بګرام بېرته تر خپل واک لاندې راولي؟ بې له دې چې جګړه پیل شي؟ او که یې ونیسي، ایا کولی شي له اوږدې جګړې پرته دا ځای وساتي؟ د طالبانو مشران به ونه شي کولای خپلو جنګیالیو ته قناعت ورکړي چې د امریکا بېرته راتګ وزغمي، ځکه کلونه کلونه ورته ویل شوي چې له بهرنیانو سره جګړه «جهاد» دی. ډېری یې ښايي د داعش خراسان سره یو ځای شي. سربېره پر دې، د طالبانو ملاتړي لکه القاعده، پاکستانۍ، د منځنۍ آسیا ډلې، او آن چینايي ډلې به هر ډول هوکړه خیانت وبولي او په کلکه به ورسره وجنګېږي.

بله خبره د سیمې لید دی. د یولسم سپټمبر تر پېښو وروسته، امریکا په نړۍ کې د خواخوږۍ څښتنه وه؛ خو نن د افغانستان ګاونډیان چې د چین، روسیې او ایران تر اغېز لاندې دي، په ښکاره د امریکا د هر نوي ګام مخالفت کوي. د ټرمپ له خوا، بګرام د چین¬ضد تګلارې د یوې برخې په توګه معرفي کول، د سیمې له هېوادونو سره همکاري لا سختوي. واشنګټن ته به نږدې ناشوني وي چې دا ګام د ترهګرۍ ضد پروګرام په نوم وړاندې کړي.

د سیمې هېوادونه به هڅه وکړي طالبان دې ته اړ کړي چې د امریکا د بیا راتګ مخه ونیسي، ځکه دا د دوی د امنیت پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼي. او که تېرو شلو کلونو کوم درس ورکړی وي، هغه دا دی چې په دې سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه له سیمه ییز ملاتړ پرته بریالۍ کېدای نه شي.

د افغانانو لپاره ګواښونه لا لوی دي. که امریکا په زور بګرام بېرته ونیسي، افغانستان به یو ځل بیا د نړیوالو قدرتونو د جګړې ډګر شي او زیان به یې ولس وګالي. که دا کار د یوې هوکړې له لارې وشي، طالبان به په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخو کې ګټه وکړي؛ خپل نامشروع واک به ټینګ کړي او د خلکو ازادي به لا ډېره محدوده کړي. په دواړو حالاتو کې، زیان افغانستان ته رسېږي.

اصلي ګواښ چې د امریکا، افغانستان او سیمې پر وړاندې ولاړ دی، ترهګري ده. د هغې پر وړاندې مبارزه د یو مشروع حکومت شتون غواړي، داسې حکومت چې د خپلو خلکو او نړۍ پر وړاندې مسوول وي. دا کار د سیمه ییزې همکارۍ غوښتنه کوي، نه د یوې بلې ناسمې بهرنۍ مداخلې.

د دې پر ځای چې امریکا په بګرام کې د نوې جګړې خطرناکه ماجراجويي پیل کړي، واشنګټن ته غوره ده چې خپله انرژي د افغانستان د ستونزو د حل لپاره په یو ریښتیني سیاسي بهیر ولګوي. دا یوازینۍ لار ده چې افغانانو، سیمې او نړۍ ته اوږدمهالی ثبات راوړي.

دا متن د دې مقالې له اصلي انګلیسي نسخې څخه ژباړل شوی دی.

محمد حنیف اتمر، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو پځوانی وزیر.

د هغو مقالو منځپانګه چې د آمو وېب‌سایټ د لیدلوري په برخه کې خپرېږي، مسوولیت یې لیکوال ورګرځي.