د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله آغا ویلي چې عصري علوم د د اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره حیاتي ارزښت لري او دا اړتیا د انسان د اوبو له اړتیا سره ورته ده.
نوموړي د یوې وینا پر مهال ټینګار وکړ: «اوس د لکړې او توپک په زور هېوادونه نه ساتل کېږي. د دې لپاره به ډرون جوړوې، الوتکې به جوړې او میزایل به جوړې. د دین او خاورې ساتنه به په لویو بمونو او پرمختللو وسلو ترسره کوې. که عصري پوهه نه وي، دا بمونه او الوتکې به څنګه جوړېږي.»
د طالبانو د پوهنې وزیر د عصري علومو ارزښت ته په داسې وخت کې اشاره کړې چې د دغې ډلې د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي څه وخت وړاندې ویلي وو، عصري علوم «مباح» دي او ډېر ضرورت ورته نشته.
شنونکي باور لري، د طالبانو د کابینې د دوو مهمو وزیرانو د دریځونو ترمنځ دغه څرګند توپیر د طالبانو د علمي او تعلیمي تګلارو په اړه د ګډوډۍ ښکارندویي کوي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان لا هم نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه نه ورکوي او پوهنتونونه یې د ښځینه محصلانو پر مخ تړلي دي. د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو بنسټونو پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو د زدهکړې مخه نه نیسي، خو تر اوسه کوم بدلون نه دی راغلی.
