ځايي سرچینې وایي، په کندهار کې د نوري فایبر انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی یو ځل بیا فعال شوی، خو د استفادې اجازه یې یوازې بانکي او اداري فعالیتونو پورې محدوده شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه خدمتونه په حقیقت کې د نوري فایبر له لارې نه، بلکې د «پواینټ ټو پواینټ» له لارې برابرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لږ تر لږه په ۱۶ ولایتونو کې د فایبر نوري انټرنټ خدماتو ته لاسرسی بند کړی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
ځايي اوسېدونکي وايي چې د انټرنټ د محدودیتونو له امله د زدهکوونکو، ژورنالیستانو، خصوصي سکتور او عامو خلکو ورځني کارونه له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. یو تن اوسېدونکی وایي: «موږ په نړیواله کچه له نړۍ بېل شوي یو. یوازې بانکونه او ادارې د انټرنټ کارولو اجازه لري، خو نور خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.»
شنونکي باور لري چې د انټرنټ محدودول نه یوازې د بیان ازادي او د خلکو د معلوماتو حق تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ مخه هم نیسي. د دوی په وینا، که دا حالت دوام وکړي، نو د ټکنالوژۍ د ودې فرصتونه له منځه ځي او خلک به نور هم له نړۍ وروسته پاتې شي.
